روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۱ زر او ۵۳۱ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر یادې وبا اخته ۸۰ تنه مړه شوي او ۸۰۵ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو ټول شمېر یو لک او ۱۵ زره او ۶۱۵ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۴ زره او ۷۳۰ ته لوړ شوی دی. روغتیا وزارت پر هېوادوالو غږ کړی دی چې د کرونا وبا پراختیا مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.



































