د بنګلهدېش هېواد پولیسو ویلي چې په پلازمېنه ډاکه کې د شوې زورورې چاودنې له امله ۵۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د پولیسو په خبره، پېښه پرون د پلازمینې ډاکې په مغبازار سیمه کې د یوې درې پوړېزې ودانۍ په لومړي پوړ کې چې له ګڼه ګوڼې ډکه وه شوې ده. پولیسو ویلي چې په پېښه کې اووه تنه وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان شوي دي. تر اوسه پورې د چاودنې څرنګوالی او هدف معلوم نه دی، خو پولیسو ویلي چې دوی خپلې څېړنې پیل کړې دي.



































