عبدالله مقری د حماسي سندرو او ملي ترانو په ویلو کې ځانکړی نوم لري. نوموړي له ۱۳۵۷ کال راهسې ملي سندرې ویلې، چې افغاني موسيقۍ ته يې ډېره ښکلا ورکړې ده. په دې ډګر کې د هغه کړنې او لاسته راوړنې د هیچا له سترګو پټې نه دي. هغه د پښتو موسیقۍ او ادب لپاره د پام وړ کار کړی دی او خپل نوم یې د دې ډګر د پیاوړو سندرغاړو په سر کې ځای لري.
ارواښاد مقری نه یوازې په افغانستان کې؛ بلکې په لر او بر کې د خلکو په زړونو کې د وطني سندرو ویلو له کبله ځانګړی ځای لري. مقري د وطن ناخوالې او د ولس د زړه دردونه د موسیقۍ په ژبه ویل. مقري په دې وروستیو کې په یوه مرکه کې ویلي وو، چې ولس ته یې د وطن دښمنان او دوستان د موسیقۍ په ژبه ورپېژندلي دي.
د هیواد حماسي شاعر، لیکوال او هنرمند عبدالله مقری د مولوي عبدالوهاب زوی و، چې د ۱۳۳۲ هجري لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۸مه نېټه د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ په کوچال کلي کې زیږېدلی و.
نوموړي لومړنۍ زده کړې په دیني برخه کې د خپلې سیمې اړوند مدرسه کې کړې دي او وروسته بیا د منځنیو زده کړو په موخه کندهار ولایت ته ولاړ او د منځنیو زده کړو تر بشپړولو وروسته په کابل کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت کې یې رسمي دنده پیل کړه.
ارواښاد عبدالله مقري د هغې لیونۍ مینې له وجې چې له خپل هیواد او خلکو سره یې لرله، د رسمي دندې تر څنګ حماسي شعرونه هم لیکل، د دې لپاره چې د هغه شعرونه حماسي وو او په شعرونو کې یې د وخت ناخوالې، د خلکو او هیواد درد بیان شوی و، نو د وخت د سیاسي حالاتو او ناخوالو له وجې هیڅ یو سندرغاړی دې ته حاضر نشو څو د هغه شعرونه د سندرو په بڼه ووایي. نو په همدي سره مقری دې ته اړ شو څو خپل حماسي شعرونه او ترانې د ښې اغېزې په پار په خپل آواز ووايي، چې لومړی ځل یې د افغانستان په ملي راډیو- ټلویزیون کې د سندرو په بڼه د خپلو لیکل شوو شعرونو ثبت پیل کړ، چې بالاخره نوموړي د ژوند تر اخره په سلګونو ملي او حماسي شعرونه ثبت کړل.
مقري له سپوږمۍ راډیو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي وو، چې ډېری وخت یې هڅه کوله هغه شعرونه ووایي چې په هغه کې د وطن د ناخوالو درد پروت وي. مقري به ویل په شعرونو کې خپل ارمانونه لټوي او کله چې جلا وطنی شو، دې جلا وطنۍ پرې سخت بد اغېز وکړ او هر هغه شعر ته به یې ژړل په کوم کې چې به د وطن حالات بیان شوي وو.
په هیواد کې د ۷۰یمې لسیزې کورنیو جګړو د نورو افغانانو په شان عبدالله مقری هم کډوالۍ ته مجبور کړ، چې لومړی کوزې پښتونخوا او بیا متحده عربي اماراتو ته ولاړ. د کډوالۍ په وخت کی یې شاوخوا ۱۲۰ کسېټونه ثبت کړل چې د خپلې هیوادنۍ مینې تنده به یې ورباندې ماتوله. د مقري مینه له وطن سره هر څوک مثال ګرځوي، د هغه مینه د وطن په سختو حالاتو کې هم ښکاره وه، هغه په افغاني کلتور او وطن مین انسان و.
مقري به ویل، له وطن سره لیونۍ مینې سندرو ویلو ته اړ کړ. نوموړي په خپله یوه مرکه کې ویلي وو، چې هغه وخت چې ده په مدرسه کې زده کړې کولې او شعر لیکلو ته یې مخه کړه، ډېری سندرغاړو ته یې خپل شعرونه ولېږل، خو هیچا د ده شعر ونه وایه، ځکه خپله مجبور شو چې د شعر ثبتولو ته مخه کړي.
مقري ویل کله یې چې په لومړي ځل په سندرو ویلو شروع وکړه، له ډېرو ستونزو سره مخ و او په راډيو کې به یې ډېرې سندري سانسور کېدلې. د نوموړي په وینا، دې چارې ډېر ځوراوه او ده هغه څه نه غوښتل چې وطني مینه به پکې نه وه.
مقري په یوه مرکه کې ویلي وو چې خوشاله دی چې په ولس یې د کړي خدمت ښه معلوم دي. د هغه په خبره، یو وخت یې په ټولنیزو رسنیو کې د مرګ خبر خپور شوی و او له هغه کس سره چې دې ده د مرګ خبر یې خپور کړی و، په زرګونو خلکو غم شریکې کړې وه او دی له دې خوشاله و چې د ولس په منځ کې ځای لري.
عبدالله مقري د ژوند، هیواد او افغان ولس ناخوالې، د کډوالۍ ژوند او نورې ترخې تجربې په خپلو سندرو کې ویلې او هغه یې د خپل دردمن زړه د درد کمولو او د ملت د راویښولو او یووالي یوه وسیله بیان کړې ده.
د دې تر څنګ نوموړي په خپلو سندرو کې د افغانانو د ویښولو او خوځښت په پار داسې شعرونه ویلي، چې کولای شي د هغوی لپاره یو لوری وټاکي.
عبدالله مقری تر کلونو مهاجرت وروسته په ۲۰۰۱ کال کې بیرته هیواد ته راستون شو. د مقري په اړه فرهنګي شخصیتونه د هغه مینه له وطن سره بې سارې او یوه الګو بولي. د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال هارون حکیمي وايي، چې مقری یو زړور هرمند و، هغه د وطن په سختو حالاتو کې د ولسونو غږ د سندرو په ژبه پورته کاوه او خلکو ته یې روحیه ورکوله.
له ارواښاد عبدالله مقري څخه هیواد ته له فرهنګي او معنوي میراث پرته دوه لوړنې او پنځه زامن پاتې دي، چې یو زوی يې میرخان مقری د موسیقۍ په ډګر کې د خپل ارواښاد پلار د پاتې ارمانونو د پوره کولو لپاره کار کوي.
مقري په ژوند کې دوه لوی ارمانونه درلودل چې په وینا یې یو په هیواد کې تلپاتې سوله او بل په خپل وطن کې مرګ؛ خو له دې دوو ارمانونو څخه یې یو پوره شو، په خپل وطن کې یې ساه وخته؛ خو د سولې ارمان یې ګور ته ورسره یووړ.
د هیواد نوموتی حماسي شاعر او هنرمند عبدالله مقری د ۱۴۰۰ کال د غبرګولي (جوزا) میاشتې په ۳۰مه نېټه په کابل کې د ور پېښې ناروغۍ له کبله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
د نوموړي په مرګ ډېرو سیاسي، فرهنګي او ټولنیزو شخصیتونو خواشیني څرګنده کړه او هغه یې د پښتو موسیقۍ لپاره یوه نه جبرانېدونکې ضایعه وبلله.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د عبدالله مقري په مړینه ژوره خواشيني وښوده او هغه یې د هیواد یو زړور او ملي هنرمند یاد کړ. همدا راز د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د مقري په مرګ خواشیني وښوده. حامد کرزی وايي، مقری د افغانستان د موسیقي یو ځلانده ستوری و چې د هنر د ودې لپاره یې د قدر وړ هلې ځلې کړې دي.
عبدالله مقري په هنري او خواږه انداز خلک د وطن ابادۍ، یووالي او سوله ییز ژوند ته وهڅول. له ژوند، وطن او هنر سره مینه او د وطنپالنې لوړې روحیه او پیغامونه یې د افغانستان تر هرې سیمې، کور او خپلو مینهوالو رسول او دا یې لوی ارمان و چې یوه ورځ په افغانستان کې سوله راشي او خلک په سوله او یووالي کې ژوند وکړي.
د افغانستان د اطلاتو او کلتور وزارت وايي، عبدالله مقري په خپلو سندرو کې د جګړه ځپلي افغانستان او افغانانو دردونه او کړاوونه بیانول او په هره وطني او حماسي سندره او ترانه کې یې له ولس او هېواد سره مینې انګازې کولې.
د مقري په اړه د هیواد وتلی هرمند جاوید امرخېل وايي، هغه بلبل د تل لپاره له مونږ بېل شو، چې په خپلو انقلابي سندرو به یې د ننګ په میدان کې د پښتون قام احساسات راپارول.
بالاخره د هیواد دا وتلی حماسي سندرغاړی د ۶۸ کلونو په عمر د تل لپاره له دې نړۍ سترګې پټې کړې.