وروسته تر هغه چې پرون جرمني له افغانستان څخه د خپلو ټولو سرتېرو د وتلو خبره وکړه، طالبانو یې دا اقدام ستایلی او زیاته کړې یې ده چې د افغانستان خپلواکي د افغانانو اساسي حق دی او په افغانستان کې د اشغال پای ته رسېدل نه یوازې د افغانستان بلکې د ټولې سیمې په ګټه دی. دغې ډلې ویلي، چې جرمن ځواکونو په افغانستان کې ګڼ جنایتونه ترسره کړي دي چې تر ټولو ښکاره هغه یې په کندز کې د دوو ټانګرونو د په نښه کېدو په پایله کې د ۳۰ ولسي وګړو وژل کېدل وو. طالبانو ویلي چې جرمني د لومړۍ نړیوالې جګړې له پیله تر اوسه له افغانستان سره ښې اړیکې لري او دغه هېواد د ګڼ شمېر افغان ماشومانو درملنه کړې ده چې دا یو نېک انساني تعامل دی او دوی یې منندوی دي. د ویلو ده چې د جرمني د دفاع وزیرې پرون له افغانستان څخه د خپلو ټولو سرتېرو وتل تایید کړل.












