په هېواد کې د ناامنیو له ډېرېدو سره هممهاله پر رسنیو فشارونه ډېر شوي دي. په افغانستان کې د رسنیو د ملاتړ بنسټونه وایي چې د هېواد په شمال کې د نا امنیو له پراخېدو سره هممهاله شل رسنۍ تړل شوې او خپل فعالیتونه یې درولي دي. سرچینه کاږي چې ځینې رسنۍ بیا په ولایتونو او ولسوالیو کې د طالبانو تر فشار لاندې دي او دغه ډله ترې د خپلو تبلیغاتو لپاره استفاده کوي. وسله والو طالبانو بیا تر اوسه ددغه ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي. تر دې وړاندې په کابل کې د امریکا سفارت هم ویلي چې طالبانو د بیان ازادي او رسنۍ له ګواښ سره مخ کړې دي او پر دوی یې فشارونه ډېر کړي. د رسنیو مدافع بنسټونه بیا وایي چې حکومت له رسنیو د ملاتړ په برخه کې کمزوری چلند کړی دی نو ځکه ددې احتمال شته چې په هېواد کې له روانو نا امنیو سره هممهاله د بیان ازادي هم له ګواښ سره مخ شي.
































