سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home معلوماتي خپرونې

نیسان کمپنۍ

حشمت الله نوري

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 5, 2021
in معلوماتي خپرونې
0
نیسان کمپنۍ
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

نیسان د موټر جوړونې څو ملیتي جاپانی شرکت دی. مرکزي دفتر یې د جاپان په یوکوهاما ښار کې دی. د دغه شرکت د جوړېدو تاریخ د ډاټسون د شرکت جوړېدو ته ورګرځي. کله چې یوشیسوکه ایکاوا ډاټسن شرکت واخیست، هغه یې له خپل نوي شرکت نیسان سره یو ځای کړ او د موټر جوړونې دغه نوې برخې ته یې نیسان نوم ورکړ. هغه نوم چې ښايي تاسې ټول ورسره آشنا وی او موټرونه مو یې دلته په افغانستان کې هم لیدلي وي.

نیسان شرکت هم د ټویټا او هونډا په څیر په امریکا کې د لکسس او آکورا شرکتونه جوړ کړل. دوی همدا راز په دغه هېواد کې اینفنیتي شرکت جوړ کړ. له ۱۹۹۹ کال راهیسې رنو د نیسان شرکت تر ټولو ستر برخه لرونکی دی. ویل کېږي چې اوس د نیسان شرکت ۴۴ سلنه ونډې له رنو شرکت سره دي. همدا راز نیسان هم د رنو شرکت ۱۵ سلنه ونډې په واک کې لري. په اوس وخت کې کارلوس غسن په یوه وخت کې هم د رنو او هم د نیسان مشري کوي. هغه د رنو نیسان شرکت له لارې دغه دواړې کمپنۍ چې تر چتر لاندې یې بیا ډېرې نورې کمپنۍ هم دي، په ښه توګه اداره کوي او په دې توګه دغه دوه ښه شریکان خپل کار په ډېر بریالیتوب مخ ته وړي. له ۲۰۱۲ کال وروسته نیسان شرکت تر جنرال موتورز، ټویټا، فولکس واګن، هیوندای، موتور او فورد وروسته د نړۍ شپږم غوره شرکت دی.

You might also like

فولکس واگن

  پاناسونیک

فیسبوک

په ۱۹۱۱ کال کې ماسوجیزو هاشیموتو د کوایشنیشا موټور ورکس په نامه یو شرکت جوړ کړ. په هغه کې څو نور جاپانیان هم شریکان وو، په ۱۹۱۴ کال کې یې ددریو جاپاني سوداګرو په شراکت وکړی شول چې خپل لومړنی موټر طراحي کړي. دغه دوه سلنډره نقلیه وسیلې لس هسپاوره ماشین درلود او دات نومېده، چې د درې واړو سوداګرو د تخلصونو له لومړیو تورو جوړ شوی نوم و. دا درې واړه سوداګر کنجرو دین، روکار اویاما او میتارو تاکویچي وو.

 په ۱۹۱۹ کال کې جیتسایو جیدوشا د کابوتا کمپنۍ د تابع په توګه په اوساکا کې کار پیل کړ. دغه شرکت له ځند پرته د کوچنیو موټرونو په تولید پیل وکړ. دوی د موټرونو د اړتیا وړ توکي له امریکا راوړل او ډېر به یې دلته په جاپان کې تولیدول. په ۱۹۲۵ کال کې کوایشنشا موتور په دات موتور خپل نوم بدل کړ. یو کار وروسته یانې په ۱۹۲۶ کال کې دات موتور شرکت او جیتسایو جیدوشا له یو بل سره یو ځای شول.

په ۱۹۳۰ کال کې دات موټر نور هم تغییر وکړ، د ډاټسن په نامه یې موټر جوړ کړ، چې مانا یې وه د دات زوی چې بیا څه موده وروسته د ډاټسون په نامه مشور شو.

په ۱۹۳۴ کال کې ډاتسون شرکت د نیهون په نامه د موټر جوړونې له یو بل شرکت سره یو ځای شو. دا شرکت د یوشیسوکه آیکاوا و، آیکاوا په لومړي سر کې پرېکړه وکړه چې ډاټسون شرکت واخلي. وروسته یې پرېکړه وکړه چې نور واړه شرکتونه واخلي. دوی بېل بېل صنعتي او غیر صنعتي شرکتونه وو. د دغه شرکت تر چتر لاندې شرکتونو په بېلو برخو کې فعالیت درلود.

د ۱۹۳۰ کال په لومړیو کې نیهون سانګیو د توکویو په بورس بازار کې د دغه شرکت سهام د نیسان په نامه بدل کړل. نیسان هم تر ۱۹۳۳ کال پورې د دغه ستر شرکت تر چتر لاندې فعالیت نه درلود، په ۱۹۳۳ کال کې یې هڅه وکړه چې توباتا شرکت واخلي، ډاټسون چې د توباتا شرکت تر چتر لاندې و، تر دې وروسته د نیسان واک ته ورغی. نیسان یې یو ځل بیا د موټر جوړونې میدان ته راوست، یو کال وروسته یې په ۱۹۳۴ کال کې د نیسان د موټر جوړونې شرکت جوړ کړ.

آیکاوا په هر کال کې د ۱۰ او ۱۵ زرو تر منځ د موټرونو  د تولید پلان درلود، هغه د دې پروژې د عملي کولو لپاره منظم پلان جوړ کړ او پر دغه پلان یې کار پیل کړ. یو کال وروسته تر دویم نړیوال جنګ مخکې دوی لومړنی ډاټسن موټر جوړ کړ، چې کوچنی سایز یې درلود او په یوکاهاما کې په جوړه شوې فابریکه کې جوړ شو، بالاخره بازار ته وړاندې شو او د خلکو له هرکلي سره مخ شو.

د دویمې نړیوالې جګړې په اوږدو کې د دغه کمپنۍ د تولیداتو مسیر بدل شو، دوین وروسته له دې جنګي کښتۍ، نظامي موټرونه او د الوتکو ماشینونه جوړول. په ۱۹۴۵ کال کې یې د غیر نظامي وسایلو د تولید لړۍ بیا پيل کړه.

د ۱۹۵۰ کال په لومړیو کې نو نیسان په جاپان کې د موټرونو د تولید تر ټولو ښه کمپنۍ وه. دوی په یوکوهاما کې د خپلو موټورنو تولید ته ادامه ورکوله او د نړۍ په کچه مطرح شوې کمپنۍ وه. د ټکنالوژۍ په پرمختګ سره د الکترونیکي موټرونو د تولید تشه لیدل کېده. دوی هم هڅه کوله چې د الکترونیکي موټرونو په تولید کې خپله وړتیا و ازمويي. د جاپان حکومت هم د داسې موټرونو د تولید لپاره علاقه ښوده چې د دوه ګونې انرژۍ د کارولو وړتیا ولري او کمپنۍ به یې هڅولې چې الکترونیکي موټرونه تولید کړي. د جاپان د پوځ د اړتیاوو له مخې، نیسان کمپنۍ په ۱۹۵۱ کال کې خپل لومړنی دیفرانسیل موټر د نیسان پترول په نامه تولید کړ. دا موټر له ډېرو اړخونو د جاپانیانو د پام وړ وګرځېد، له ظاهري اړخه تر ډېره جیپ موټر ته ورته و، هېره دې نه وي چې جيپ موټر په امریکا کې تولیدېدل او ډېر مینه‌وال یې په هغه وخت کې لرل.

په ۱۹۷۰ کال کې نیسان شرکت امریکا ته د خپلو موټرونو د صادراتو لړۍ ته ادامه ورکړه، دوی هلته ځان ته نوی بازار برابر کړل، دوی هر کال تر ۲۵۵ زره ډېر موټرونه هلته پلورل، په ۱۹۷۱ کال کې هم د دوی پلور هلته په لوړه کچه روان و، خو وروسته په امریکا کې د سون توکو لوی بحران رامنځته شو، نو دغه شرکت اړ شو چې د هونډا او ټویټا په څېر کوچني او د کم مصرف لرونکي موټرونه تولید کړي.

د ۱۹۹۰ کال په لومړیو کې نیسان شرکت د میکرا په نامه موټر تولید کړ. ښکلې طراحي یې درلوده او درې کاله وروسته د اروپا د کال غوره موټر معرفي شو. د ۱۹۹۰یمې لسیزې په اوږدو کې نیسان هر کال زیان کاوه، فورډ او کرایسلر دوی ته نور فرمایشونه نه ورکول، خو رنو هوکړه وکړه چې د ۵،۴ میلیاردو ډالرو پور په مقابل کې د دغه شرکت ۳۶ سلنه سهام خپل کړي.

د نیسان کارځایونو د یو میلیون موټرونو د تولید ظرفیت درلود، دوی کولی شوی دغه شمېره موټر وپلوري، د دې له ۱۰ تر ۲۰ سهامو بیه ۱۱ میلیارده ډالرو ته رسېده، دوی له سختو ستونزو سره مخ وو، زیان لا هم روان و، د دوی د  زیان سبب نه و معلوم، شفافیت له منځه تللی و، پر مشتریانو یې تمرکز نه درلود، سلسله مراتب نه مراعات کېدل، پر رقیبانو یې تمرکز نه وکړی، د کار فرهنګ نه مراعت کېده، شرکت خپل سری شو، هر څه دې ته ورته شول لکه یو کور ته، هر چا په خپل زړه کار کاوه، د کارکوونکو تر منځ د همکارۍ روحیه نه وه، په داسې یوه حالت کې شرکت ته دومره زیان ورسید چې اړ شو د ځان په ژغورنه پسې شي، په شرکتونو او کارځایونو کې ځينې عادي شیان  وي چې ښايي د خلکو تر پام زیانمن نه وي، خو د اهمیت نه ورکول د دې سبب کېږي چې ستر شرکت ماتې وخوري، نیسان هم له همداسې یوه حالت سره مخ شوی و.

کارلوس غسن د ۱۹۹۹ کال په جون کې د نیسان د عملیاتي مدیر په توګه خپل کار پیل کړ، په ۲۰۰۰ کال کې د دغه شرکت رییس مقرر شو او په ۲۰۰۱ کال کې د مدیره هیت مشر وټاکل شو. کله چې غسن د دغه جاپاني شرکت مشري او مدیریت په غاړه واخیست، نو دغه شرکت پوره شل میلیارده ډالره پوروړی و، دوی ۴۸ ماډله موټرونه تولیدول، خو پوهېږی له دریو موډلونو پرته نور ټول په زیان کې روان وو.

نیسان زیان لیدلی، پوروړی او در بدر شرکت غسن ته تسلیم شو، هغه په ډېره بېړه څو ډلې جوړې کړې، دوی په طراحۍ، د شرکت بیا جوړولو، اخیستنې، پلور او انجنیرۍ په برخه کې فعالیتونه پيل کړل. ده د ظرفیت د لوړولو لپاره نمونه او تکړه کارکوونکي د ډلو په مشرۍ وټاکل. بیا یې دا هره ډله یوه مهم مدیر ته چې په کمپنۍ کې یې پوره واک درلود، وسپارله، ده دا مدیران له ځان سره جاپان ته راوستي وو. د نیسان لپاره د غسن طرحه د یوې زلزلې په څېر وه، یو دم یې دغه شرکت بدل کړ، له کارونو نېولې د مرکزونو او کارځایونو تر رنګه هر څه بدل شول.

غسن داسې فکر وکړ چې له امله یې د اضافي لګښتونو کچه پوره نيمې ته راټيټه شوه، یو دم د اخیستونکو شمېره ۲۰ سلنه ډېره شوه، هغه د نیسان د بیا را ژوندي کېدو لپاره زمینې برابرې کړې. هغه د نیسان موټرونو د طراحۍ او تولید په برخه کې طراحانو او انجنیرانو ته پوره واک ورکړ.

کارلوس غسن همداسې له رنو سره د یوې شریکې پروژې له مخې کوچني موټرونه تولید کړل، دغه موټرونه په اروپا کې د نیسان موټرونو ځای ناستي شول. دوی د تولید سرعت ډېر کړ، د نیسان پلور بېرته ۲۷ کاله مخکې ته را وګرځېد، همداسې یې بازار تود شو او مینه‌وال یې ډېر شول. خلکو به په هغه وخت کې د نیسان مدیریت ته په درنه سترګه کتل او هغه یې د کار نمونه بلله. په ۲۰۰۰ کال کې یې پلور ۱۷ سلنه وده وکړه او په دې توګه تر هونډا مخکې شو، پلور یې تر دغه شرکت ۱۳ سلنه لوړ شوی و، خو د ټویټا په مقابل کې چې هغه ۴۲ سلنه مخکې وه، بیا وروسته پاتې کمپنۍ وه.

نیسان په ۲۰۰۳ کال کې وده کړې وه، پوره پوره مشتریان یې لرل، په دې وخت کې له خپلو اتو نوو ماډل موټرونو سره یو ځای د ۲۰۰۳ کال نندارتون ته ولاړه. تاکیرو فوجي موتو د توکیو پوهنتون استاد او مرستیال وايي، یوازینی شی چې نیسان یې وژغورلو، د غسن مدیریت و، هغه یو خلاق انسان و، په دې پوهېده چې څنګه کولی شي دغه بحراني شرکت چې پوره پوره ۲۰ میلیارده ډالره چې کمه شمېره نه ده، له پور وژغوري. چا فکر نه کاوه چې نیسان دې بیا په پښو ودرېږي، سترو سترو شرکتونو ورسره خپله اړیکه پرېکړه، ځکه دوی وېرېدل چې دغه شرکت به مات شي، خو هغه د مدیریت د ضعف له امله مات شوی بېرته د مدیریت په پیاوړي کېدو وژغورل شو.

په نیسان کې د غسن فعالیتونه د پام وړ وو، په لومړي کال کې یې خالصه ګټه ۲،۷ملیارده ډالره وه، تر ۲۰۰۵ کال پورې دغه شرکت دومره ګټه وکړه چې خپل ټول پورونه یې پرې کړل.

په حقیقت کې نیسان د بریا لامل له رنو جاپان ته د کارلوس غسن راتلل وو، وروسته رنو او نیسان سره یو ځای شول او دغه مدیر دواړه شرکتونه اداره کول، ده هڅه کوله چې پر خپل ځای ښه تکړه جاپانی کس وګماري او خپله د رنو شرکت مدیریت ته ورشي، خو په دې کار نه بریالی کېده، وېره ورسره وه چې دغه شرکت به یو ځل بیا د فساد او خپل سریو له امله په پورونو کې ډوب شي. په ۲۰۰۵ کال کې د رنو د مدیریت هیئت رییس وټاکل شو.  

همدا اوس هم نیسان شرکت په نړۍ کې ډېرې کمپنۍ چلېنج کولی شي، د پام وړ پرمختګ یې کړی دی. ټویټا هم ګواښلی شي، خو هنډا کمپنۍ ډېره ورورسته ځنې پاتې ده. دوی نوي موډلونه تولیدوي، ګران بیه او ارزان بیه موټرونه لري، خو له لوړ کیفیت برخمن دي. د نیسان شرکت اجرایوي مدیر کوریر ماتسومورا هم وايي چې د بریا ستر لامل یې غسن دی. د ده په وینا، د غسن کړنې کولی شي د خلکو باورونه د ډېرو شیانو په اړه بدل کړي.

نیسان تر ۹۵ میلیارده ډالرو پورې د غسن په مدیریت کې عاید درلودل، چې د پام وړ عدد دی. دغه شرکت اوس هم د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ۱۵۵ زره کارکوونکي لري، د نړۍ په کچه د موټر جوړونې د سترو کمپنیو په قطار کې ولاړه کمپنۍ ده.

 

Previous Post

تور قارچ څه ډول ناروغي ده؟

Next Post

موټرولا تر ټولو کلک ځیرک موبایل بازار ته وړاندې کړ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

فولکس واگن
معلوماتي خپرونې

فولکس واگن

by Spogmai Radio
اگست 9, 2021
  پاناسونیک
معلوماتي خپرونې

  پاناسونیک

by Spogmai Radio
اگست 2, 2021
فیسبوک
معلوماتي خپرونې

فیسبوک

by Spogmai Radio
جولای 26, 2021
توشیبا
معلوماتي خپرونې

توشیبا

by Spogmai Radio
جولای 12, 2021
ډېل کمپنۍ
معلوماتي خپرونې

ډېل کمپنۍ

by Spogmai Radio
جون 28, 2021
Next Post
موټرولا تر ټولو کلک ځیرک موبایل بازار ته وړاندې کړ

موټرولا تر ټولو کلک ځیرک موبایل بازار ته وړاندې کړ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

امریکا: تر څو کلونو پورې ۲۵ میلیونه افغانانو ته برېښنا برابروو

امریکا: تر څو کلونو پورې ۲۵ میلیونه افغانانو ته برېښنا برابروو

دسمبر 2, 2020
کیوبا ته د چین د وریجو لومړۍ جوپه ورسېده

کیوبا ته د چین د وریجو لومړۍ جوپه ورسېده

جنوري 20, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved