د سوریې الاخباریه تلویزیون د راپور له مخې، په سوریه کې د امریکا پر پوځي اډه توغندويي برید شوی دی. دا په تېره یوه اوونۍ کې پر دغې اډې دویم توغندویي برید دی چې ترسره کېږي. راپور کې راغلي چې د سوریې د دیرالزور په العمر سیمه کې د امریکایي پوځیانو پر اډه توغندویي برید شوی دی خو دا چې یاد برید تلفات لري او کنه تر اوسه یې په اړه راپور نه دی ورکړل شوی. د راپور له مخې تر برید وروسته امریکایي الوتکو پر یاده سیمه څو ګزمې هم کړې دي خو برید یې نه دی کړی. سوریه کې مېشتو امریکایي نظامیانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
































