ګاونډي هېوادونه دې افغانستان ته د سولې د راتګ په برخه کې همکارۍ ډېرې کړي. پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوې تازه مرکې کې ویلي، چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه په تېره چين د افغانستان د سولې په پروسه کې مهم رول لوبولی شي.
د ده په وینا، چین پر پاکستان پراخ نفوذ لري او د دې اړتیا ده چې دغه هېواد په افغان سوله کې رښتینې همکارۍ ته وهڅوي. حامد کرزی د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په ښه سترګه ګوري او په وینا یې، اوس افغانان په خپلو کې سره جوړېدلی شي او کولی شي د خپل هېواد چارې په خپله کنټرول کړي. د ده په خبره، که افغانان سره یو لاس شي، په خپلو کې سره کېني، جګړې ختمې کړي، نو د افغانستان لپاره ښه راتلونکې د وړاندوینې وړ ده.
کرزي زیاته کړې: «زه د یوه افغان په توګه د افغانستان لپاره د تېر په پرتله د یوې ښې راتلونکې هیله لرم، ځکه اوس موږ افغانان په خپلو کې یو او پر دې باوري یو چې سولې نه یوازې زموږ، بلکې زموږ د ګاونډیو هېوادونو او سیمې په ګټه هم ده، که لاسونه سره ورکړو، ډېر ژر به سولې ته سره ورسېږو».
په ورته مهال د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي هم ټينګار کړی، چې امریکا باید د افغانستان د مسئلې په حل کې رښتینې اوسي او د سیمې له هېوادونو سره دې په ګډه د افغان سولې پروسه یوې پایلې ته ورسوي. د نوموړي په خبره، په افغانستان کې باید تر ټولو لومړی سوله او ثبات وساتل شي او اجازه دې نه ورکول کېږي چې د دغه هېواد وضعیت نور هم د ګډوډۍ او ناارامۍ پر لور لاړ شي. د وانګ يي په وینا، امریکا د افغانستان د جګړې د پیلوونکي په توګه باید په پوره احتیاط او ارامۍ سره باید خپل مسوولیتونه د افغانستان حکومت ته ولېږدوي. د افغان سولې او جګړې په تړاو دا خبرې داسې مهال مطرح کېږي، چې په دې وروستیو کې امریکا په افغانستان کې خپله تر ټولو لویه نظامي اډه (بګرام) وتړله او ټاکل شوې چې تر یوې میاشتې به ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.
له دې سره جوخت روسیې هم د په افغانستان کې روان حالت او د امریکايي ځواکونو وتلو ته غبرګون ښودلی دی. د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، امریکا له افغانستانه تر وتلو وروسته خپل نظامي تجهیزات منځنۍ اسیا ته نه شي لېږدولی. نوموړي زیاته کړې، امریکا له افغانستانه تر وتلو وروسته په دې لټه کې ده چې په سیمه کې ځان ته اډې پیدا کړي او په دې سره د افغانستان وضعیت له نږدې وڅاري، خو د هغه په خبره، په دې تړاو یې امریکايي لوري ته د خپل مخالفت ویلي او دوی به ورته د دغه کار اجازه ور نه کړي.
کابلوف له افغان حکومت او طالبانو هم غوښتي چې ژر تر ژره دې روان تاوتریخوالی پای ته ورسوي او د یوه ګډ او ټولشموله حکومت د رامنځته کولو لپاره دې خپلمنځي خبرې پیل کړي. د هغه په وینا: «د قدرت د جوړښت په اړه وروستۍ پرېکړه باید په خپله د افغانانو له لوري وشي».
































