چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

ولې د چين کمونېست ګوند د حيرانتيا وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي؟

لیکنه: یاسمین؛ د چین میډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 6, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
ولې د چين کمونېست ګوند د حيرانتيا وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د سږ کال د جولای لومړۍ نېټه د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو له سلمې کليزې سره برابره ده. له ۱۹۲۱م کال څخه تر ۲۰۲۱م کال پورې سل کلنو کوښښونو ته په کتو، د چين کمونېست ګوند د چينايانو په رهبرۍ مختلفې ستونزې له منځه وړي او برياليتوبونه يې تر لاسه کړي؛ له همدې امله يې د خلکو ټينګ ملاتړ تر لاسه کړی دی. د چين کمونېست ګوند له ۹۵ ميليونه زيات غړي لري او د نړۍ لومړی لوی ګوند دی.

پوښتنه پیدا کېږي چې ولې دغه ګوند د حيرانتيا وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي؟ موږ د دغه ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ له خبرو څخه د دغه پوښتني اړوند معلومات تر لاسه کولای شو.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د ۲۰۱۷م کال د اکتوبر پر ۳۱مه چې د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس له پای ته رسيدو څخه يوازې يوه اونۍ تېره شوې وه چي د دغه ګوند د مرکزي کمېټې د نوی سياسي بيورو غړو د شي جين پينګ په مشرۍ د ګوند د لومړي ملي کانګرس د جوړېدو ځايونو شانګهای او جيا شينګ ته ولاړل او هلته يې د ګوند د جوړېدو تاريخ ته بيا کتنه وکړه. شي جين پينګ په خپلو خبرو کې وويل، چې د چين کمونېست ګوند په دې ځای کې جوړ شوی، له دې ځای څخه يې پرمختګ موندلی او وروسته يې قدرت جوړ کړی دی. هغه وویل، پرمختګ نه ختمېدونکی او بې پايه دی او په دې جريان کې د چين د کمونېست ګوند غړيو لومړنۍ موخه نه بدلېدونکې ده. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ څو ځلې د دغه ګوند د غړو لومړنۍ موخه ياده کړه.

پر لومړنې موخې ټينګار کول او دوامداره کوښښ کول اسانه کار نه دی. شي جين پينګ پر دې ټينګار کړی، چې د چين کمونېست ګوند بايد ستونزو ته په خلاصو سترګو وګوري او په شعوري توګه دې د ګوند داخلي اصلاحاتو ته پرمختګ ورکړي. نوموړي وويل، چې يو ځواکمن او پياوړی سياسي ګوند بايد د خپل ځان د اصلاحاتو له لارې آباد شي.

په ۲۰۲۰ م کال کې د کرونا وبا پر وړاندې چيني ملت د چين د کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې په څه باندې اتو مياشتو کې د دغه وبا ضد مبارزه کې مهم برياليتوب تر لاسه کړی. نړۍ د چين له تجربو څخه دا ليدلې چې د چين کمونېست ګوند د مشرۍ پياوړی قوت لري. شي جين پينګ وويل، چې موږ بايد په هره بيه د خلکو ژوند او خونديتوب وساتو، ځکه د چين د کمونېست ګوند اصلي موخه د خلکو لپاره خدمت کول دي.

شي جين پينګ د ګوند د غړو د اصلي موخې په اړه داسې ویلي: ((د چين د کمونېست ګوند هر غړي چې د ماموريت دنده يې څومره لوړ وي، د خلکو خدمتګر دی.)) هغه همدا راز ویلي: ((د چين کمونېست ګوند د خلکو لپاره د خدمت کولو او د خلکو د چارو د تر سره کولو په موخه جوړ شوی. د خلکو نيکمرغي او خوشحالي د دغه ګوند چارې دي.))

د روان کال په فبرورۍ کې په چين کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو مبارزه بريالۍ شوه چې  د دغه هېواد په کليو کې ۹۸ ميليونه او ۹۹۰ زره  بېوزله کسان له غريبۍ څخه وتلي دي. شي جين پينګ د جولای په لومړۍ نېټه د چين کمونېست ګوند د جوړېدو د سلمې کليزې په لمانځغونډه کې اعلان وکړ، چې چين د شتمنې ټولنې په جوړېدو کې بريالی شو.

ولې د چين کمونېست ګوند د حيرانتيا وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي؟

د چين کمونېست ګوند د پرمختګ په لاره کې پر لومړنې او اصلي موخې ټينګار کړی او د دې موخې د پوره کولو لپاره يې نه ستومانه کېدونکي کوښښونه کړي. دغه لومړنې موخه د چين د کمونېست ګوند غړو د دوامداره پرمختګ عمده خوځنده قوت دی.

Previous Post

عمران خان: امریکايي عسکر وځي، خو ستر بایلونکی هند دی

Next Post

طالبان: موږ برلاسي یو؛ خو ژر به د سولې لیکلې طرحه افغان حکومت ته وسپارو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
طالبان: موږ برلاسي یو؛ خو ژر به د سولې لیکلې طرحه افغان حکومت ته وسپارو

طالبان: موږ برلاسي یو؛ خو ژر به د سولې لیکلې طرحه افغان حکومت ته وسپارو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

سروې: په نړۍ کې د امریکا له لارښوونکي توان څخه د نارضایتۍ کچه لوړه شوې

سروې: په نړۍ کې د امریکا له لارښوونکي توان څخه د نارضایتۍ کچه لوړه شوې

اپریل 26, 2024
بایډن د بریا په درشل کې؛ د ټرمپ زوی: په پنسیلوانیا کې پراخې درغلۍ شوې دي

بایډن د بریا په درشل کې؛ د ټرمپ زوی: په پنسیلوانیا کې پراخې درغلۍ شوې دي

نوومبر 5, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ