طالبان وايي د ستونزې د حل یوازینۍ لار پیاوړی، مرکزي او خپلواک نظام جوړېدل دي. د طالبانو مرستیال او د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر له افغان سیاسیونو سره ناسته کې ویلي، چې د یو خپلواک او مرکزي نظام لپاره باید ټول لوري له خودخواهۍ، شخصي منافعو تیر شي څو بې باوري او بې اعتمادي له منځه لاړه شي. برادر وایي، بین الافغاني مذاکرات له نږدې لسو میاشتې راهیسې جریان لري، خو ځینې ستونزې شته، هغه ډول چې توقع کېدله پرمختګونه نشته، خو بیا هم ورته ناهیلي نه دي.
































