هندي چارواکي وایي هند کې د نورو زرګونو وګړو ترڅنګ تر اوسه ۷۸ خبریالان هم په کرونا وبا اخته شوي دي او د ګڼو خبریالانو د کرونا ټېسټونه شوي خو نتیجې یې لا ملعومې نه دي. هندي رسنیو ویلي، چې دممبۍ د ښاري خدمتونو ادارې د تېرې اوونۍ په وورستیو کې د ۱۶۷ خبریالانو د کرونا ویروس معاینات کړي وو چې اوس په هغه کې د ۵۳ خبریالانو دکرونا ټېسټونه مثبت دي. د راپور له مخې په کرونا وبا اخته زیاتره خبریالان د خبري رسنیو کار کوونکي دي. د وروستیو شمېرو له مخې په دغه هېواد کې د۲۰ زرو نه زیات کسان په کرونا وبا اخته شوي او د۶۴۰ نه زیات مړه شوي دي.
































