د ایران د خوزستان ولایت په بېلابېلو ښارونو کې د اوبو د کموالي له امله د خلکو لاریونونه لا هم دوام لري. د راپورونو له مخې د تېرې شپې اعتراضونو پرمهال ډزې اورېدل شوي او امنیتي ځواکونو هم ښارونو کې حضور درلود. د خوزستان ولایت امنیتي چارواکو ویلي، لاریونونه باید سوله ییز وي، خو ځینې کسان د ده په ټکو په لوی لاس غواړي دخلکو ذهنونه ګډوډ کړي. په خوزستان ولایت کې سږکال ګرمي ډېره ده او خلک یې د اوبو له جدي کمښت سره مخامخ دي.
































