امریکايي جنګي الوتکو د لومړي ځل لپاره له بهره په افغانستان کې پر طالبانو هوايي برید کړی. امریکايي چارواکو ویلي، د دغه هېواد پوځ د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره د کندهار په ګډون په افغانستان کې د طالبانو پر ضد څو هوايي بریدونه کړي دي. د اسوشیتید پریس د راپور له مخې، د امریکايي ځواکونو دا هوايي بریدونه د هغو الوتکو په وسیله شوي چې له افغانستانه د باندې دي. امریکا د قطر په شمول په خلیج هیوادونو کې ډول ډول جنګي الوتکې لري چې په افغانستان کې هدفونو ته ځان رسولی شي. د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي د الوتکې د ډول او د بمبارۍ د ځای په اړه څه نه دي ویلي خو یادونه یې کړې چې په وروستیو څو ورځو کې دوی د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ هوايي بریدونه کړي دي. د امریکا د دفاع وزارت یوه بل چارواکي ویلي، چې د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو امریکا د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره تر څلورو ځلونو زیات هوايي بریدونه کړي دي. د دغه چارواکي په وینا، دوه عملیاته د هغو توپونو او نقلیه وسایلو د ویجاړولو لپاره وشول چې طالبانو له افغان ځواکونو څخه نیولي وو.
































