د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغان سولې پروسې او څو نورو مسایلو په تړاو د قطر د صدراعظم له مرستیال او بهرنیو چارو وزیر سره خبرې کړې دي. بلېنکن او محمد بن عبدالرحمن بن جاسم ال ثاني تېره شپه په واشنګټن کې لیدلي. بلېنکن پر خپل ټوېټر لیکلي چې یوه سیاسي حل ته د رسېدو په هدف د افغان سولې د خبرو د چټکتیا لپاره د قطر په سخاوتمندانه ملاتړ، له یمن سره په مرستو او ځینو نورو مسایلو باندې له ال ثاني سره غږېدلی دی.
































