د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف طالبان ستایلي او ویلي یې دي چې د یادې ډلې مشران سلیم عقل لري او سالم خلک دي. نوموړي زیاته کړې چې طالبانو مسکو ته په خپل وروستي سفر کې ډاډ ورکړی دی چې د دوی له لوري د پخواني شوروي اتحاد ملګرو هېوادونو ته هیڅ ډول خطر نه دی متوجه او دغه راز به له داعش ډلې سره کلکه مبارزه کوي. لاوروف څرګنده کړې چې طالبان خبرو اترو ته چمتو دي او هغوی د خبرو له لارې د افغان کشالې پر سیاسي حل باور لري، نو دوی په پوره ډاډ سره ویلی شي چې طالبان سالم خلک دي. هغه دغه راز پر افغان حکومت غږ کړی دی چې له وېرې پرته دې له طالبانو سره خبرو ته کېني. لاوروف د دې پوښتنې په ځواب کې چې دغه ډله به له تور لیست څخه وباسي کنه وویل، تر اوسه پورې نړیوالې ټولنې په دې اړه اقدام نه دی کړی نو دوی هم څه نه شي ویلی.
































