فیسبوک د ټولنیزو رسنیو یوه شبکه ده، چې د ۲۰۰۴ کال د فبرورۍ په څلورمه یې مارک زوکر برګ د هغه بنسټ کېښود. له ده سره په دې کار کې د هغه ملګرو ادواردو سوري، اندرو مک کالم، داستین مسکوتیز او کریس هیوز هم مرسته کړې ده. دوی پنځه واړه په هاروارډ پوهنتون کې پر زده کړو بوخت وو. په لومړي سر کې چې فیسبوک جوړ شو، نو یوازې د هاروارډ پوهنتون محصلینو پکې اکونټ جوړولی شوی. د وخت په تېرېدو دا لړۍ پراخه شوه، بیا د بوستون او استنفورډ پوهنتونو محصلینو هم دا چانس پیدا کړ چې په هغه کې اکونټ جوړ کړي. وروسته له دې چې په امریکا کې ډېری مرکزونو او پوهنتونونو په فیسبوک کې د اکونټ جوړولو اجازه تر لاسه کړه، دا لړۍ پراخه شوه، دوی اجازه ورکړه چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې تر دیارلس کاله ډېر عمر لرونکي کسان کولی شي چې د فیسبوک اکونټ جوړ کړي.
فیسبوک په چټکۍ وده کوله او تر نن پورې خپلې ودې ته ادامه ورکوي، ښايي حیران شی چې په ۲۰۱۲ کال کې د فیسبوک کاروونکي تر یو میلیارد کسانو واوښتل. د فیسبوک په خبره، له دې ډلې ۸،۷ سلنه یې جعلي اکونټونه دي. فیسبوک هره ورځ سلګونه تیرابایټه معلومات پر خپلو سرورونو ذخیره کوي.
فیسبوک په لومړي سر کې هومره پانګه نه درلوده، ځکه خو په لومړي سر کې ډېر بریالی هم نه و او کارونه یې له خنډونو سره مخ وو، خو په ۲۰۰۵ کال کې اکسل پارتنرز کمپنۍ ۱۲،۷ ميلیونه ډالر پر یاده کمپنۍ پانګونه وکړه، په همدې وخت کې جیم بریر کمپنۍ هم یو میلیون ډالر پر فیسبوک پانګونه وکړه، تر دې چې تر ۲۰۰۹ کال پورې فیسبوک د نړۍ تر ټولو محبوبه ټولنیزه شبکه شوه. په هغه وخت کې انترتینمنت مجلې هغه د لسیزې تر ټولو غوره سایټ بللی و. فیسبوک وروسته په یوه تجارتي کمپنۍ بدل شو او په ۲۰۱۲ کال کې یې د خپلو سهامو پر پلور لاس پورې کړ. په دې توګه نو په یوه عمومي شرکت بدل شو، یادې کمپنۍ په ۲۰۱۲ کال کې د ۱،۱ بېلیونه ګټې په درلودلو په ۵۰۰ غوره کمپنیو کې راغله او په ۲۰۱۳ کال کې یې ځان ۴۲۶م مقام ته را ورساوه.
فیسبوک نو په دې وخت کې ورځ تر بلې پراخېده، د ۲۰۱۴ کال په فبرورۍ کې یې د پیغام لېږلو شرکت وټسآپ واخیست. دوی بریالي شول چې په ۱۹ میلیارده ډالره یاده شبکه واخلي، دوی د دې سرکت د اخیستو لپاره پوره پيسې نه درلودې، دوی اړ شول چې ۴ میلیارده ډالر نقد ورکړي، دوی په ۱۲ میلیاردو ډالرو کې په فیسبوک پورې اړوند سهام ورکړل او ۳ میلیارده ډالره وروسته د واټسآپ مشرانو او پنځوسو کارکوونکو ورکړل. کله چې زوکر برګ واټسآپ واخیست، نو هغه خت یې وویل واټسآپ د نړۍ تر ټولو غوره سرویس دی او د اخیستو فکر یې یوازې ۱۱ ورځې مخکې زما ذهن ته راغی او دا دي اوس مې واخیست. له دې وروسته د فیسبوک بل ستر کار د یو میلیارد ډالرو په ارزښت د انسټاګرام ټولنیزې شبکې اخیستل وو. زوکر برګ هم د خپلو کارونو د پراختیا لپاره واټسآپ او انسټاګرام واخیستل او په دې توګه یې خپل کاروبار نور هم پیاوړی کړ.
فیسبوک د ۲۰۱۵ کال په فبرورۍ کې یوه ځانګړنه خپلې شبکې ته ور زیاته کړه، چې له مخې یې تاسې خپل اکونټ ته یو وارث ټاکئ، دا وړتیا لومړی یوازې په امریکا کې وه، خو وروسته نورو هېوادونو ته هم ښايي دا وړتیا ورکړل شي. په لومړي سر کې د شخصي حریم په اړه ځينې پوښتنې د فیسبوک پر وړاندې کېدلې، دا پوښتنه هم کېدله چې فیسبوک به د یوه کاروونکي له مرګ وروسته د هغه له اکونټ سره څه ډول چلند کوي؛ نو فیسبوک د خلکو د پوښتنو د ځواب لپاره د وارث ځانګړتیا پر فیسبوک ور زیاته کړه، د دې ځانګړتیا په کارولو ستاسې وارث فیسبوک ته محدود لاسرسی لري او په دې توګه هغه کولی شي راغلو بلنو ته ځواب ووایي، هغه کولی شي ستاسې پوسټونه او انځورونه ډانلوډ کړي، خو ستاسې مسیجونه نشي کتلی او ستاسې په کړو پوستونو کې ګوتې نه شي وهلی، په دې مانا چې هغه اېډيټ کولی نه شي. همدارنګه هغه پاکولی هم نه شي او ستاسې له اکونټ څوک له ملګرتیا نه شي ایستلی.
مارک زوکر برګ د فیسبوک بنسټګر په اصل کې ارواپوهنه لوستې ده. هغه د هاروارډ پوهنتون د ارواپوهنې په پوهنځي کې په زده کړو بوخت و، خو تر څنګ یې په ټولنیزو شبکو کې فعالیت کاوه او ځينې سایټونه یې جوړ کړي وو. هغه تر دې مخکې د کورس مچ، او فیس مش په نامه ځینې سایټونه جوړ کړي وو، په فېس مش کې به د اشخاصو د جذابیت میزان معلومېده، خو په ۲۰۰۴ کال کې یې ستر کار وکړ او فیسبوک یې جوړ کړ، هغه د فیسبوک د جوړولو پر مهال ۲۰ کلن و، له خپلو ملګرو سره یې د ده فیسبوک سایټ جوړ کړ او په لومړیو څلور ویشتو ساعتونو کې ۱۲۰۰ کسانو په هغه کې اکونټ جوړ کړ. دا کسان ټول د هاروارډ د پوهنتون محصلین وو، له یوې میاشتې وروسته د یاد پوهنتون نیمو زده کوونکو په فیسبوک کې اکونټونه لرل.
د ۲۰۰۴ کال په نیمايي کې شان پارکر چې د نپتسر بنسټګر و، د فیسبوک مشر وټاکل شو، تر هغه مخکې د زاکر بورګ سلاکار و، د همدې کال په جون کې د فیسبوک مرکز د کالفورنیا ایالت پالو التو سیمې ته ولېږدول شو. په فیسبوک کې لومړنۍ پانګونه پتر پاول وکړه، په ۲۰۰۵ کال کې یې پته فیسبوک ټکی کام شو، دوی خپله انټرنېټي صفحه په ۲ سوزه زره ډالره وپېرله، په ۲۰۰۶ کال کې یاهو او ګوګل د یاد سایټ د اخیستلو وړاندیزونه وکړل، خو زاکر برګ رد کړل. خو له دې ټولو سره سره مایکروسافټ بریالی شو چې د یاد شرکت ۱،۶ سلنه سهام او همدارنګه پر یاد سایټ د اعلانونو امتیاز په ۲۵۰ زره ډالره واخلي.
په لومړي سر کې په فیسبوک کې غړیتوب د امریکا په ځینو پوهنتونونو او انسټېټیوټونو پورې محدود و، وروسته د ۲۰۰۶ کال په سپټمبر کې نورو خلکو هم دا امکان پیدا کړ، چې په هغه کې اکونټونه پرانیزي. فیسبوک دمګړۍ د نړۍ تر ټولو ستره ټولنیزه شبکه ده او له هرو اوو انسانانو یو یې فیسبوک کاروي یا پکې اکونټ لري.
سره له دې چې فیسبوک نړیوالو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې کړې، خو دومره ستونزې یې هم ورته جوړې کړې دي. د بېلګې په توګه، په انګلستان کې څېړنې ښيي چې په یاد هېواد کې د طلاق له پنځو پېښو درې یې د فیسبوک له امله رامنځته کېږي. همدارنګه د ویکي لیکس بنسټګر هم وايي چې فیسبوک د جاسوسۍ تر ټولو بده او منفوره شبکه ده چې تر اوسه جوړه شوې ده. د هغه په وینا، فیسبوک د امریکا د جاسوسۍ لپاره داسې شبکه ده چې په وړیا توګه معلومات د دوی په واک کې ورکوي. هغه ویلي فیسبوک داسې شی دی چې هر څوک خپل معلومات پخپله خوښه هغه ته ورکوي، خو پر وړاندې یې د امریکا جاجوسي ادارې د خلکو معلومات په وړیا توګه له شبکو اخلي. هغه زیاتوي چې پخوا به د امریکا جاسوسي کارکوونکو په دې کار میلیونونه ډالر لګول، خو اوس دا کچه په ځلونو راټيټه شوې ده.
فیسبوک په ۲۰۱۳ کال کې یوه خبرپاڼه خپره کړه او په هغه کې یې وویل چې دوی د کاروونکو هغه لیکنې څاري، چې دوی یې خپرول نه غواړي. د فیسبوک دغه کار غبرګونونه را وپارول او د ۲۰۱۴ کال په جون کې یوه شبکه جوړه شوه او په هغه کې ۲۷ زرو کسانو د فیسبوک دا کار وغانده او له دوی یې وغوښتل چې د خلکو نا خپرې کړې لکینې دې نه څاري. وروسته د فیسبوک ویاند د خلکو په ځواب کې وویل چې فیسبوک به د خلکو نا خپرې کړې لیکنې او پوسټونه له دې وروسته نه څاري.
فیسبوک له دولتونو سره هوکړه لري او په اظطراري حالاتو کې دوی ته ځینې معلومات ورکوي. دا کار فیسبوک د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۳ کال کې وکړ. په یوه راپور کې راغلي چې د همدې کال په لومړۍ نیمايي کې بېلو حکومتونو د ۳۸ زره کسانو په اړه معلومات غوښتي وو، چې له دې ډلې د ۸۰ غوښتنې پوره شوې دي. په دې ډله کې د نړۍ ۷۴ هېوادونو د ځینو خلکو په اړه معلومات غوښتي وو او د دې غوښتنو نیمايي د امریکا د حکومت وې، چې ۷۹ سلنه غوښتنې یې پوره شوې دي. برېتانیا د ۲۳۰۰ کسانو په اړه معلومات غوښتي وو چې ۶۸ سلنه غوښتنې یې پوره شوې دي. ترکیې د ۱۷۳ کسانو په اړه معلومات غوښتي وو چې له دې ډلې د ۴۵ کسانو په اړه یې معلومات ورکړل شوي دي. فیسبوک وايي دوی په هر حالت کې چا ته د کوم فرد په اړه معلومات نه ورکوي، دوی دا کار یوازې په اضطراري حالتونو او د ماشومانو د حقوقو د خوندیتابه پر وخت له حکومتونو سره کولی شي.
په دې وروستیو کې فیسبوک اعلان کړی چې د “اکوېلا” په نامه نوې جوړې شوې لمريزې الوتکې یې په بریالیتوب سره لومړی پرواز تر سره کړی دی. ویل کېږي چې دغه الوتکه به انټرنېټي څپې خپرې کړي چې ورسره به په انټرنېټ نه لرونکو سیمو کې هم د فیسبوک کارونه شوني شي. د فیسبوک کارکوونکی جې پاریک وايي، زموږ ټینګار په دې دی چې د نړۍ اوسېدونکي سره ونښلوو، په ډېرو برخو کې مو پر ټکنالوژۍ پانګونه کړې چې د “اکوېلا پروژه” یې یوه ده. دا الوتکې په لمریزې برښنا چلېږي چې د څو میاشتو لپاره پر لرو سیمو له انټرنېټ سره د نښلول کېدو شونتیا رامنځته کوي. د اکوېلا بې پیلوټه الوتکه د بوینګ ۷۳۷ ډوله الوتکې په څېر اوږده وزر لري او وزن یې د یوه کورني موټر درېیمه برخه دی، خو لومړی ځل چې والوته، له ځینو ستونزو سره مخ شوه. د فیسبوک بنسټګر مارک زوکر برګ اریزونا ایالت ته تللی، چې د بې پیلوټه الوتکې لومړی سفر وګوري، هغه ویلي چې لا هم په دې برخه کې ستونزه شته، خو دا پروژه به بریالۍ شي او دوی به د نړۍ ګوټ ګوټ ته انټرنېټ ورسوي.
فیسبوک تېر کال ۵.۸۴ میلیارده ډالر ګټلي دي، وروسته له دې چې ډېری کمپنیو د تېر کال مالي راپورونه خپاره کړل، د فیسبوک وار هم را ورسېد. فیسبوک په خپل راپور کې ویلي چې دوی په خپله ستره ټولنیزه شبکه کې هره میاشت ۱.۵۹ میلیارده فعال غړي لري چې له دې لارې یې په ۲۰۱۵ کال کې کلنی عاید تر ۵.۸۴ میلیارده ډالرو لوړ شوی دی. په دې توګه فیسبوک خپل صعودي مسیر وهلی او د تېر کال په پرتله یې ۵۲ سلنه وده کړې ده. د فیسبوک مرکزي دفتر اوس هم په کالفورنیا کې دی او مشري یې مارک زوکر برګ کوي. د کارکوونکو شمېر یې د ۹ زرو په شاوخوا کې دی او کلنۍ خالصه ګټه یې تر ۵۰ میلیونو ډالرو پورې رسېږي او په ټوله نړۍ کې په ۱۱۱ ژبو فعالیت لري.