په کندوز کې د بېځایه شوو کسانو شمېر له لس زره اوښتی دی. په کندوز کې ځایي کډوال وایي چې په وروستیو دوو میاشتو کې له خپلو سیمو د سختو جګړو له امله کوچېدلي دي او په کندوز ښار کې تر سره لمر لاندې ژوند کوي. له دوی سره ښځې او ماشومان هم دي او وایي چې د خوراک او څښاک لپاره هېڅ هم نه لري. بلخوا د کندوز ولایت مقام د زرګونه کسانو بېځایه کېدل ستر ناورین بولي او په وینا یې د جګړو له امله د شاوخوا لس زره او څلور سووه کسانو بېځایه کېدلو په کندوز ښار کې ستونزې جوړې کړې دي او که پر وخت مرستې و نه شي نو بشري ناورین به رامنځ ته شي. د سرچینې په خبره د کندوز ولایت مقام توانېدلی چې له دومره کډوالو یوازې شاوخوا څلور زره کسانو ته یې بشري مرستې ورسوي او پاتې نور له سختو ستونزو سره مخ دي.
































