روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۷۰۸ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته ۳۵ کسان مړه شوي او ۵۹۴ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو ټول شمېر ۱۴۵ زره او اته ته او د مړه شویو هغه بیا ۶ زره او ۵۱۵ ته لوړ شوی دی. روغتیا وزارت وایي چې هېواوال باید د کرونا وبا د روانې څپې د کنټرول لپاره روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.
































