پاکستاني پوځ ویلي چې له افغان خاورې ۴۶ پوځیانو پناه وروړې ده. د صدا و سیما په نامه ایراني اژانس د پاکستاني پوځ په حواله ویلي چې تېره شپه د پنځه افسرانو په ګډون ۴۶ افغان پوځیان د چترال سیمې له لارې دغه هېواد ته ورغلي دي. د پاکستان پوځ ویلي چې دوی د دې پوځیانو لپاره لومړنۍ اسانتیاوې برابرې کړې دي. د پاکستاني پوځ په خبره، دوی به دا کسان د قانوني مراحلو تر بشپړولو وروسته افغان لوري ته وسپاري. افغان دولت تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي. د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم لسګونه افغان پوځیان ګاونډي هېواد تاجکستان ته اوښتي دي.
































