د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د هند او کویټ په سفر وتلی دی. هغه زیاته کړې چې د دې سفر موخه یې په هند پېسفک او منځني ختیځ کې له خپلو همکارانو سره پر ګډو ګټو، مرستو او ملاتړ خبرې اترې دي. دغه راز ویل کېږي چې نوموړی به په دې سفر کې له کویټي او هندي چارواکو سره د دوه اړخیزو موضوعاتو سربېره د افغانستان پر وضعیت هم خبرې وکړي. دا هند ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د بلینکن لومړنی سفر دی.د افغانستان پر وضعیت خبرې؛
بلینکن د هند او کویټ په سفر وتلی دی
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د هند او کویټ په سفر وتلی دی. هغه زیاته کړې چې د دې سفر موخه یې په هند پېسفک او منځني ختیځ کې له خپلو همکارانو سره پر ګډو ګټو، مرستو او ملاتړ خبرې اترې دي. دغه راز ویل کېږي چې نوموړی به په دې سفر کې له کویټي او هندي چارواکو سره د دوه اړخیزو موضوعاتو سربېره د افغانستان پر وضعیت هم خبرې وکړي. دا هند ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د بلینکن لومړنی سفر دی.
































