ملګرو ملتونو یو ځل بیا په بېړنۍ توګه په افغانستان کې د جګړې د ختمولو غوښتنه کړې ده. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشرې دیبورا لاینز نن په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د څارنې او انسجام د ګډ بورد په ځانګړې غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې په افغانستان کې د جګړو او تاوتریخوالي اوسنی وضعیت هېڅ لوري ته د منلو نه دی. نوموړې ویلي که نړیوالې ټولنې طالبانو ته د خبرو وخت ورکړی لامل یې دا دی چې دوی د سولې او مذاکراتو ژمنه کړې ده، خو روان وضعیت د طالبانو له ژمنو سره په ټکر کې دی. لاینز همدا راز په خپلو څرګندونو کې طالبان د ملکي تلفاتو اصلي لاملین وبلل او په خبره یې که دغه ډله جګړې ختمې کړي، سولې ته مخه کړي نو په افغانستان کې به وضعیت په چټکۍ بدل شي. د نوموړې په خبره دمګړی په افغانستان کې میلیونونه وګړي بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري خو د نا امنیو له امله له اړمنو سره د مرستو پروسه له خنډونو سره مخ شوې ده. هغې یو ځل بیا ژمنه کړې چې ملګري ملتونه د سولې او دایمي ثبات د راتګ لپاره له هڅو لاس نه اخلي.
































