د کندهار ولایت په شهیدانو چوک کې لسګونه ځوانان راټول شوي او د جګړې د ژر تر ژره درېدو غوښتنه یې کړې ده. دوی پر حکومت او طالبانو غږ کړی دی چې ژر جګړه ودروي او خپلې ټولې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي. دغو ځوانانو ویلي چې له تېرو شلو ورځو راهیسي د کندهار ښار په بېلا بېلو سیمو کې جګړې روانې دي چې له امله یې ډېری کورنۍ د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوې دي او تر سره لمر لاندې له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي. دوی وايي، جګړې له خلکو سکون او ارام اخیستی او د ژوند ټولې چارې یې درولې دي. یادو ځوانانو د مرکزي حکومت پر چوپتیا هم نیوکې کړې دي او دغه راز یې پر طالبانو هم غږ کړی دی چې له جګړو او وروروژنې دې لاس واخلي، عامه شتمنۍ دې نه ورانوي او هڅه دې وکړي چې خپلې ستونزې د خبرو له لارې اوارې کړي.
































