د امریکا ولسمشر جو بایدڼ ویلي چې که له دې وروسته له کوم زبرځواک سره د امریکا جګړه رامنځته کېږي نو هغه به د سایبري بریدونو له امله وي. نوموړي دا څرګندونې د امریکا د ملي امنیت د سایبري بریدونو د مخنیوي څانګې ادارې څخه د لیدنې پر مهال کړې دي. که څه هم نوموړي د کوم هېواد نوم نه دی یاد کړی خو په دې وروستیو کې د امریکا پر ځینو مهمو دولتي بنسټونو باندې د شویو سایبري بریدونو تور پر روسیې او چین لګول شوی دی. د ویلو ده چې له همدې بریدونو وروسته د سایبري امنیت موضوع د امریکا د حکومت د اجنډا په سر کې ځای نیولی دی.
































