مالیې وزارت ویلي چې په سرطان میاشت کې د تېرې جوزا میاشتې په پرتله په ګمرکي عوایدو کې نږدې درې میلیارده افغانۍ کمښت راغلی دی. د یاد وزارت ویاند رفیع تابع ویلي چې د هېواد په شپږو مهمو مرزي ګمرکونو کې د طالبانو د کنټرول له امله د دوی فعالیتونه درېدلي او په عوایدو کې یې نږدې درې میلیارده افغانۍ کموالی راغلی دی. نوموړي څرګنده کړې چې دغه وزارت په جوزا میاشت کې ۷.۳ میلیارده افغانۍ عاید لرل خو په سرطان میاشت کې دغه کچه ۴.۶ میلیارد افغانیو ته راټیټه شوې ده. د راپورونو له مخې، اوسمهال د کندز شیرخان، د تخار ای خانم، د هرات اسلام کلا او تورغونډۍ، د فراه ابو نصر فارابي او د پکتیا ډنډ پټان بندرونه د طالبانو په کنټرول کې دي.












