چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

مالیې وزارت: د ګمرکونو په عوایدو کې نږدې درې میلیارده افغانۍ کمښت راغلی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 1, 2021
in افغانستان, اقتصاد
0
مالیې وزارت: د ګمرکونو په عوایدو کې نږدې درې میلیارده افغانۍ کمښت راغلی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

مالیې وزارت وايي، په تېره چنگاښ میاشت کې د همدې کال د غبرګولي میاشتې په پرتله په ګمرکي عوایدو کې نږدې درې میلیارده افغانۍ کمښت راغلی دی.

د یاد وزارت ویاند رفیع تابع وايي چې د هېواد په څو مهمو سرحدي ګمرکونو کې د طالبانو د کنټرول له امله د دوی فعالیتونه درېدلي او په عوایدو کې یې نږدې درې میلیارده افغانۍ کموالی راغلی دی. نوموړي څرګنده کړې چې دغه وزارت د روان کال په جوزا یا غبرګولي میاشت کې ۷.۳ میلیارده افغانۍ عاید لرل، خو په سرطان میاشت کې دغه کچه ۴.۶ میلیارده افغانیو ته راټیټه شوې ده.

You might also like

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

د نوموړي په خبره، اوسمهال د دغه وزارت کارکوونکي له اسلام کلا، تورغونډۍ، ابونصر فراهي، سپين بولدک، ای خانم، ډنډ پټان او شېرخان بندرونو څخه وتلي، چې د دغو بندرونو د سقوط له کبله د دولت میلیاردونه افغانۍ عواید راکم شوي دي.

هغه زیاتوي: «ماليې وزارت اوسمهال په اسلام کلا، تورغونډۍ، سپین بولدک، آی خانم، ډنډپټان او شېرخان بندر په سرحدي ګمرکونو کې فعالیت نه لري، د ګمرکونو عواید په سوداګرۍ پورې تړلي دي، که په سوداګرۍ کې ستونزې وي، پر عوایدو هم منفي تاثیرات لري»

دا په داسې حال کې ده چې د وسله والو طالبانو له خوا د مهمو سوداګریزو بندرونو له سقوط نږدې یوه میاشت تېرېږي، خو حکومت د دغو بندرونو د بېرته نیولو په موخه هېڅ اقدام نه دی کړی. د افغانستان د خونو فدراسیون مسوولین وايي چې د دغو بندرونو د سقوط له کبله سوداګرۍ او ترانزیت ته سخت زیان رسېدلی او ورسره سم په بازارونو کې د نفتي او خوراکي توکو ‎ بیې د پام وړ لوړې شوې دي.

د افغانستان د خونو فدراسیون مرستیال خان جان الکوزی وايي: «دغه بندرونه چې په دې وروستیو کې د جګړو له کبله لاس په لاس شول، نه یوازې دا چې له کبله یې تشبثات بند شوي، بلکه هلته پراته مالونه هم له ستونزو سره مخ دي، په همدې اساس په بازارونو کې د توکو بیې هم ډېرې لوړې شوي دي».

بلخوا د ولسي جرګې غړي د طالبانو لاس ته د سوداګریزو بندرونو لوېدل د جدي اندېښنې وړ مسئله بولي او پر حکومت غږ کوي چې ژر تر ژره د دغو بندرونه کنټرول ترلاسه او د امنیت د خوندیتوب په موخه یې دې کوټلي ګامونه اوچت کړي. د دې جرګې غړې حلیمه صدف کریمي وايي: « دغه بندرونه سقوط شول چې ۸۰ سلنه عواید یې د مخالفینو جیبونو ته ځي او پاتې نور یې د زورواکانو جیبونو ته ځي، حکومت باید د دغو بندرونو د کنټرول لپاره تدابیر ونیسي».

خو د امنیتي او دفاعي ځواکونو ویاند جنرال اجمل عمر شینواری تېره اونۍ د یوې خبري ناستې پر مهال ډاډ ورکړ چې دوی اوسمهال د ځواکونو د تجدید په مرحله کې دي او ډېر ژر به له لاسه وتلې سیمې بېرته تر خپل کنټرول لاندې راولي.

د سوداګریزو بندرونو د سقوط په تړاو دا اندېښنې داسې مهال دي، چې وسله والو طالبانو په وروستیو میاشتو کې پر لسګونو ولسوالیو سربېره، د هېواد پر مهمو سوداګریزو بندرونو هم خپله ولکه ټينګه کړې چې له دې کبله هره ورځ میلیونونه افغانۍ عواید ترلاسه کوي.

Tags: Top
Previous Post

نوکیا خپل تر ټولو کلک ځیرک موبایل معرفي کړ

Next Post

سوداګرۍ وزارت: د چین په نندارتونونو کې د افغاني صنعتي توکو بازار تر پخوا ډېر ښه شوی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
سوداګرۍ وزارت: د چین په نندارتونونو کې د افغاني صنعتي توکو بازار تر پخوا ډېر ښه شوی

سوداګرۍ وزارت: د چین په نندارتونونو کې د افغاني صنعتي توکو بازار تر پخوا ډېر ښه شوی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

هېواد کې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۳ زره ماشومان ثبت شوي

هېواد کې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۳ زره ماشومان ثبت شوي

اپریل 16, 2024
طالبان:چا ته اجازه نه ورکوو چې له افغانستان څخه پر امریکايي ګټو بریدونه وکړي

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

جون 14, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ