په کابل کې د چین سفیر د ملي مصالحې عالي شورا له رییس عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې یو ځل بیا له افغان سولې پر خپل بشپړ ملاتړ ټینګار کړی دی. وانګ یو ویلي، دوی په دې باور دي چې جنګ حل لاره نه ده او د افغان ستونزې د حل یوازینۍ لار خبرې اترې دي. هغه ټینګار کړی دی چې هېواد یې د مذاکراتو د دوام، د سیاسي هوکړې، د یو ټول شموله حکومت او له ترهګرو د پاک افغانستان پلوي کوي. د چین سفیر دغه راز د افغانستان د خلکو د لاسته راوړنو په ساتلو هم ټينګار کړی دی. په ورته وخت کې د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله هم څرګنده کړې چې افغان کشاله پوځي حل لاره نه لري او ټینګار یې کړی دی چې په کور دننه د ملي اجماع پياوړتیا او د نړیوالې ټولنې د همکاریو او همغږیو ډېرېدل د سولې لپاره پام وړ مهم دي.
































