چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

موږ لا هم په امریکايي اور کې سوځېږو

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 4, 2021
in تبصرې
0
خلک د جګړې دې دوام هرکلی نه کوي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د هېواد په بېلابېلو سیمو، په ځانګړي ډول په ښارونو کې جګړو خلک سخت خواشیني کړي دي. وروستي معلومات ښيي چې یوازې په لښګرګاه کې جګړو سلګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده. پرون یوناما ویلي وو چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۱۸ نور ټپیان دي. اټکل دی چې واقعي شمېرې به تر دې زیاتې وي. حکومتي اړخ طالبان ګرموي چې په ښارونو یې بریدونه پیل کړي او غواړي د زور له لارې واک ته ورسېږي. طالبان بیا حکومتي ځواکونه ګرموي چې هوايي بریدونه کوي او ملکي وګړو ته پکې مرګ‌ژوبله اړوي.

د جګړې د ښکېلو لورو ملامتیا پر خپل ځای او هېڅوک یې له ملامتیا څخه ژغورلی هم نه شي، خو روانه جګړه لا هم د امریکايي موخو لپاره ده چې پکې د افغانانو وینې تویېږي. امریکا نه غواړي چې په افغانستان کې جګړه ختمه شي، ځکه چې که د دوی له وتلو وروسته جګړه ختمه شي، نو نړۍ ته به د دې پیغام دا وي چې په افغانستان کې د جګړې لامل امریکا وه او د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته افغانانو جګړه پرېښوده او په خپلو منځونو کې یې سوله وکړه. د همدې پیغام د مخنیوي لپاره امریکا داسې لوبه مخته وړي چې جګړه دوام وکړي او نړۍ ته وښيي چې دوی په افغانستان کې د جګړې لامل نه وو، بلکې دا افغانان دي چې یو بل سره وژني او د دوی له وتلو وروسته هم جګړه روانه ده، لا زیاته شوې، خونړۍ شوې او ډېر افغانان پکې وژل کېږي.

د دې لپاره ډېر دلایل شته چې امریکا د اوسنۍ جګړې تر شا ده او له وړاندې یې داسې لارې چارې برابرې کړې دي، چې جګړه دوام وکړي. د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون او بیا په دې تړون کې د ځینو مسایلو راوړل د دې لپاره وو، چې جګړه دوام وکړي. له بله اړخه امریکا همدا اوس هم د جګړې دواړو لورو ته پټ او ښکاره داسې پیغامونه لېږدوي چې مخامخ د جګړې د زیاتوالي سبب کېږي. تر ګردو ښکاره یې په جګړه کې هوايي بریدونه دي. امریکا د هوايي بریدونو پر مټ له یوه اړخه د طالبانو جنګیالیو ته دا پیغام ورکوي، چې دوی په بین الافغاني جګړه کې نه دي ښکېل، بلکې له هغه لوري سره جګړه کوي چې امریکا یې مخامخ هوايي ملاتړ کوي. له بله اړخه د امریکا بریدونه داسې هم نه دي چې د طالبانو د پرمختګ مخه دې ونیسي. که امریکا رښتیا غوښتلی چې د طالبانو د پرمختګ مخه ونیسي، دا بریدونه به یې ښارونو ته د طالبانو له راتګ وړاندې کړي وو، خو چې کله هغوی ښارونو ته راغلل، نو بریدونه یې پرې پیل کړل.

د افغانستان روانه جګړه مخامخ د امریکايانو غوښتنه ده، که امریکا د سولې په نوم پروسه مخ ته وړله او که اوس هوايي بریدونه کوي او یا د افغان دولت د ملاتړ خبره کوي، په ټولو حالتونو کې یې موخه د واقعي سولې تخریب، د جګړې دوام او د افغانانو د تفاهم، پخلاینې او سولې مخنیوی دی. له همدې امله دواړو افغاني اړخونو ته پکار ده چې جګړه ودروي، سوله وکړي او د امریکا دا دسیسه شنډه کړي چې غواړي د خپلو موخو لپاره دلته لا زیاتې وینې تویې شي.

Previous Post

د ۱۶ سفارتونو ګډه اعلامیه: د طالبانو خبرې او عمل سره په ټکر کې دي

Next Post

د سکرین لاندې لرونکي موبایل سیلفي کامره

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د سکرین لاندې لرونکي موبایل سیلفي کامره

د سکرین لاندې لرونکي موبایل سیلفي کامره

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ایران: چابهار د افغان پانګه والو د پانګونې لپاره غوره بستر دی

ایران: چابهار د افغان پانګه والو د پانګونې لپاره غوره بستر دی

اگست 17, 2020
تېر کال په هېواد کې ۴۰ جوماتونه بیارغول شوي دي

تېر کال په هېواد کې ۴۰ جوماتونه بیارغول شوي دي

سپتمبر 10, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved