چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home کتاب

د ادارې او مديريت  تشریحي قاموس

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 4, 2021
in کتاب
0
د ادارې او مديريت  تشریحي قاموس
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

څرګنده خبره ده چې په اوسني وخت کې د هرې څانګې ادبیات ډېر بډای او پراخ شوي دي؛ په تېره بیا نوې عامه اداره او علمي مدیریت د نویو تالیفاتو او څېړنو په رامنځته کېدو د لغاتو او اصطلاحاتو له پلوه د لویې زېرمې لرونکی شوی دی. د ادارې او مدیریت اصطلاحات نه یوازې په عامه اداره او مدیریت، بلکې په ټولو نورو علومو کې هم اهمیت لري. دا ځکه چې اوس هره څانګه مدیریت کولو، پلان کولو، ارزونې، تنظیم، له نورو سره مفاهمې، راپورونو جوړولو او د معیارونو تر لاسه کولو ته ضرورت لري. د کار دغه ساحې ځانګړي اصطلاحات او مفاهیم لري. یو مدیر به تر هغو بریالی نه وي چې پر مفاهیمو او اصطلاحاتو پوه نه وي، له هغو څخه لازمه مانا وانخلي او هغه سم ونشي کارولی. دغه هدف ته د رسېدو لپاره نه یوازې یوې ساده لغتنامې (glossary)، بلکې تشریحي قاموس (ډکشنري- سیندګي) ته اړتیا ده. دغه قاموس د ادارې او مدیریت تشریحي قاموس دی. هره ډکشنري چې د یوه لوی مقصد لپاره لیکل کېږي، نو خامخا به لږه یا ډېره تشریحي وي. یانې که د یوې اصطلاح یا لغت مانا ښودل کېږي، پکار ده چې د تعریف، شواهدو او مثالونو له لارې لږ څه توضیح هم شي او د واحد مدخل بېلابېلې ماناوې او ترکیبونه یې معرفي شي. (د قاموس لیکنې په بحثونو کې هغه کلیمه مدخل بلل کېږي، چې په قاموس کې باید مانا او توضیح شي.)

عامه اداره یوه ټولنیزه څانګه ده، ځينې اصطلاحات یې په حکومتولۍ او مدیریتي دندو کې ځانګړې مانا پیدا کوي چې د ادارې او مدیریت د علومو اصطلاح بیا له لغوي مانا سره یوڅه توپیر لري، نو د دې لپاره چې د دې ډول کلمې پر مانا او د استعمال پر ځای لا ښه پوه شو، باید یو مثال او توضیح هم ورکړل شي. د دغسې مقصد لپاره د ادارې او مدیریت د قاموس مؤلفان یوه جمله د بېلګې په توګه راوړي، دوی دغې جملې ته «د قاموس مثال» وایي.

You might also like

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

عثماني خلافت کتاب چاپ شو

 دغه قاموس د دوو ژبو قاموس یا ډکشنري ده، ځکه چې په انګلیسي او پښتو لیکل شوې ده. نو په انګلیسي -پښتو قاموس کې چې «قلم» ته «pen» ولیکو، د دوه ژبې ډکشنري مقصد پکې پوره کېږي؛ خو ډېره به ښه وي چې په دغه دویمه ژبه (پښتو) کې به «قلم» تعریفوو. دغه راز که ډکشنري لږ مفصله وي، نو د قلم ډولونه به راوړو. د «خودرنګ» او «خودکار» فرق به کوو، د «توش» په شمول د نوې زمانې قلمونه به یادوو او پر دې به هم غږېږو چې په تېرو زمانو کې څه ډول قلمونه وو.

په اداره، مدیریت، سازمان او په مجموع کې په اداري او سازماني چارو کې پوهاوی او اړیکې اساسي رول لري. اداري اصطلاحات د ادارې ژبه ده. کارکوونکي، مدیران او د عامه خدماتو مامورین چې پر اصطلاحاتو او د پوهاوي پر ابزارو حاکمیت او تسلط ونه لري، عامه خدمات نه شي اجرا کولای.

د کتاب لیکوال وايي، څومره چې ما ته د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د روزنیزو دورو او د عامه ادارې او پالیسۍ په پوهنځي کې د تدریس له تجربې څخه ثابته شوې ده، موږ په دغو ټولو ساحو کې اصطلاحاتو ته ضرورت لرو. زموږ د عامه ادارې کارکوونکي او کادرونه باید د ادارې پر ژبه پوه او د رسمي- اداري ادبیاتو او لغاتو دایره یې پراخه وي. د دوی د افادې قوه په همدې پورې اړه لري. څو چې ولس د ادارې پر اهدافو پوه نه شي، له حکومتولۍ سره یې اړیکې نه شي تامینېدای.

دغه ډکشنري یا قاموس د عامه ادارې او سازمانونو د کارکوونکو د مفاهمې مهارت لوړوي او دوی ته ژبه ور زده کوي. دوی لابیګرۍ ته چمتو کوي، د دوی د لیکنې مهارت  او د افادې قدرت اوچتوي او د مسایلو  په پوهېدو او درک کې یې  وړتیا زیاتوي. له محصلانو، زده کوونکو او څېړونکو سره هم په همدې برخو کې ډېره مرسته کوي. له دې پرته د ادارې اساسي اسناد جوړول (راپور، پلانونه، پالیسي، د مرام او هدف ښودل، مکتوب، پیشنهاد او…) ټول د ادارې پر ژبه د پوره حاکمیت غوښتنه کوي چې هغه د ډکشنري په مرسته بډایتوب موندلای شي.

مینه‌وال کولای شي یاد کتاب پر اکسوس سربېره، د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو هم په مناسب قېمت تر لاسه کړي.

Previous Post

د سکرین لاندې لرونکي موبایل سیلفي کامره

Next Post

امروت د ټوخي لپاره هم ګټور دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو
کتاب

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

by Spogmai Radio
فبروري 21, 2026
«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو
کتاب

«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

by Spogmai Radio
جنوري 24, 2026
عثماني خلافت کتاب چاپ شو
کتاب

عثماني خلافت کتاب چاپ شو

by Spogmai Radio
دسمبر 6, 2025
کتاب

د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

by Spogmai Radio
اکتوبر 25, 2025
«سوی تاج» په نوم ناول خپور شو
کتاب

«سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

by Spogmai Radio
سپتمبر 27, 2025
Next Post
امروت د ټوخي لپاره هم ګټور دي

امروت د ټوخي لپاره هم ګټور دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د شيونګ ان نوې سيمې د باکيفيته پرمختګ نقشه

د شيونګ ان نوې سيمې د باکيفيته پرمختګ نقشه

مې 12, 2023
اردوغان: نړۍوال دې د افغانستان له سېلاب ځپلو سره مرستې وکړي

اردوغان: نړۍوال دې د افغانستان له سېلاب ځپلو سره مرستې وکړي

مې 25, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved