د کرونا وبا په ټولې نړۍ کې څه باندې ۱۹۱۰۰۰ کسان مړه کړي دي. په امریکا کې د جانز هاپکنز پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا وبا دا مهال د نړۍ په ۱۸۵ هېوادونو او سیمو کې خپور شوی دی. په ټولې نړۍ کې په کرونا وبا د اخته کسانو شمېر تر دې دمه څه باندې ۲.۷ میلیون دی او ورځ په ورځ زیاتیږي. کرونا وبا تر ټولو ډېر کسان په امریکا کې مړه کړي چې څه باندې ۴۹زره دي. ایټالیا په نړۍ کې دویم هېواد دی چې د کرونا له کبله په کې ډېر کسان مړه شوي دي. کرونا وبا په دغه هېواد کې تر دې دمه څه باندې ۲۵۵۰۰ کسان مړه کړي دي. په هسپانیا کې بیا شاوخوا ۲۲۱۵۷ کسان مړه شوي دي. فرانسه په نړۍ کې څلورم او په اروپا کې درېیم هېواد دی چې دغه ویروس په کې ډېر کسان مړه کړي چې شمېر یې شاوخوا ۲۱۹۰۰ کسانو ته رسیږي.
































