د راپورونو له مخې، په قبایلي سیمه جنوبي وزیرستان او باجوړ کې د وسله والو په بریدونو کې پنځو پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. راپورونه وایي چې په دا بریدونه د پاکستاني پوځیانو پر پوستو شوي دي چې په پایله کې یې درې پوځیان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. رسنیو ویلي چې پاکستاني چارواکو په دې اړه ورته د معلوماتو له ورکولو انکار کړی دی، خو د پاکستاني طالبانو ویاند خراساني د دې بریدونو پخلی کړی دی او ګڼو پوځیانو ته یې د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده. د یادونې ده چې په روانه اوونۍ کې په پښتنه خاوره کې په یو شمېر بریدونو کې ګڼو پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
































