لوړو زده کړو وزارت ویلي، چې د کرونا وبا له کبله د ۱۱ پوهنتونونو، د حضوري درسونو ځنډول شوی بهیر سبا بېرته پیلېږي. لوړو زده کړو وزارت وایي چې سبا به د کابل، کندوز، نیمروز، دایکندي، بلخ، بادغېس، کندهار، نورستان، سمنګان، پنجشېر او جوزجان په پوهنتونونو کې په حضوري توګه درسونه پیل شي. یاد وزارت په هغو ښارونو کې چې دمګړۍ جګړه روانه ده د پوهنتونونو د بیا پرانېستې په تړاو لا تر اوسه کومه پرېکړه نه ده کړې. لوړو زده کړو وزارت په یادو ولایتونو کې داسې مهال د حضوري درسونو د بیا پیل پرېکړه کړې چې د عامې روغتیا وزارت په دغو ولایتونو کې د کرونا د مثبتو پېښو د کمېدو خبره کړې ده. د لوړو زدهکړو وزارت د چارواکو په وینا د نورو ولایتونو په پوهنتونونو کې به حضوري درسونه هغه مهال پېل شي، چې ټول محصلان د کرونا واکسین ولګوي او د کرونا ویروس کچه هم پکې تر ۳۵ سلنې ټيټه شي.
































