د روغتیا نړیوالې ادارې ویلي، چې د نړۍ له مشرانو او خصوصي سکټور سره به په همغږۍ د کرونا وبا د هر ممکنه واکسین او درملو په مساوي ویشلو کې همکاري وکړي. د دې ادارې مشر تېدروس ګبریاسس د ملګروملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوترش او د اروپايي ټولنې له مشرانو سره په همدې اړه د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړې دي. ګوترش ویلي، د کرونا وبا واکسین او درملنه باید د ټولې نړۍ پورې تړاو و لري نه یو هېواد او یا سیمې پورې. نوموړي ویلي، چې د کرونا درملنه باید ارزانه، خوندي او اغیزناکه وي. په دې ویډیو کنفرانس کې د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون، د آلمان صدراعظمې انګلا مېرکل، د اروپايي کمېسیون مشر او د ځینې نورو هېوادونو استازو ګډون کړی وو.
































