د کرونا وبا له کبله په نړۍ کې د مړو او په دغه وبا د اخته کسانو شمېر ورځ په ورځ زیاتېږي. د جانز هاپکنز پوهنتون وايي د کرونا وبا له کبله د نړۍ په ۱۸۵ هېوادونو او سیمو کې څه باندې ۱۹۷زره کسان مړه شوي دي. تېره ورځ تر همدې وخته پورې دا شمېره شاوخوا ۱۹۱۰۰۰ وه. دغه راز په کرونا د اخته کسانو شمېر هم په چټکۍ سره مخ په زیاتېدو دی. له پرون راهېسې څه باندې ۱۰۰زره نور کسان په دغه وبا اخته شوي دي. په امریکا کې د کرونا له کبله د مړو شمېر تر۵۱ زره کسانو اوښتی او څه باندې ۹۵۰زره نور پرې اخته دي. کرونا تر بل هر هېواد په امریکا کې ډېر کسان مړه کړي دي. له امریکا وروسته ایټالیا، هسپانیه او بریتانیا دي چې ډېر تلفات لري.
































