چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

امريکا په افغانستان کې بيخي پاتې راغله

لیکنه: سپوږمۍ؛ د چین میډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 16, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
امريکا په افغانستان کې بيخي پاتې راغله
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په امريکا کې د ۲۰۰۱ م کال د سپتمبر په ۱۱مه نېټه بې ساري تروريستي بريدونه وشول. امريکا د دغو بريدونو پړه پر اسما بن لادن واچوله او په ډېرې چټکۍ يې افغانستان ته ځواکونه وليږل، څو د يادو بريدونو پلاوونکی اسما بن لادن ونيسي او په دغه هيواد کې يې خپله اوږده جګړه پيل کړه.

له يادو بريدونو شل کاله په تېرېدو دي او او امريکا اوس له افغانستانه په وتلو ده او ډېر ژر به یې ټول ځواکونه له دغه هيواده ووځي، خو پوښتنه دا ده، چې امريکا  افغانستان ته څه ورکړل او څه يې په ميراث ورته پرېښودل؟

د اګست د ۱۵مې نېټې په شپه طالبان کابل ته ننوتل، ارګ يې کنټرول کړ او د افغانستان مخکيني ولسمشر محمد اشرف غني هيواد پرېښود او تاجکستان ته ولاړ. طالبانو د ټول افغانستان واک په لاس کې واخيست، خو ډېر افغانان لا هم په وېره کې دي.

افغان ليکوال او د سياسي چارو شنونکی تبيش فروغ په دې اند دی، چې تمه وه،  د دوحې خبرې اترې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مذاکراتو لپاره اسانتياوې برابرې کړي، خو داسې ښکاري، چې ناکامې شوې دي. طالبانو تر دې دمه خپل ځواکونه ساتلي او زياتره امريکايي ځواکونه هم له افغانستانه وتلي دي.

له افغانستانه د امريکايي ځواکونو بې مسؤلانه وتنه په دغه هيواد کې سیاسي تشه رامنځته شوې ده. له دغه حالاته نه يوازې طالبانو، بلکې د سيمې اړوندو خواوو هم ګټې پورته کړي او غواړي د افغانستان حالات لا نور بې ثباته او ګډوډ کړي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ څېړونکې هه ون پينګ د امريکايي ځواکونو پر بيړنيو وتلو نيوکه کړې او ويلي يې دي، چې امريکايي ځواکونه له افغانستانه په ډېرې بېړې او چټکۍ ووتل او غير مسؤلانه کړنه یې ترسره کړه. که څه هم شل کاله کيږي، چې امريکايي ځواکونه په افغانستان کې ميشت وو، خو ونه توانيدل، چې دغه هېواد ته سوله او امنيت را ولي.

 امريکايي حکومت په پام کې لرل، چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ايستلو په بهير کې چا ته مرګژوبله وا نه ړوي،  خو د دغو ځواکونو د اېستلو په بهير کې په افغانستان کې جګړه نوره هم په چټکۍ تېزه شوه.

د امريکا د مساجوسېټس د ټکنالوژۍ اکاډمۍ د امنيت لوړپوړي څېړونکي جيم واش څه موده مخکې د امريکايي تګلارو دفاع وکړه، خو دا یې هم وويل، چې امريکايي ځواکونه اوس له افغانستانه په چټکې وځي، خو په حقيقت کې له دې امله د دغه هيواد حالات هم ډېر ژر ترينګلي شوي دي. نوموړي د پوښتنې په شکل وویل، چې څوک ویلی شي، چې کوم هېواد خپل ځواکونه له بل هېواد څخه ورو ورو اوباسلی شي؟ ۲۰ کاله کيږي، چې امريکايي ځواکونه په افغانستان کې ميشت دي او دا ډېره اوږده موده ده.

يوې بلې پوښتنې ته بايد ځواب وویلی شي، چې امريکا په افغانستان کې ولې جګړه پيل کړه؟

د امريکا د وېن ايالت پوهنتون د اسيايي چارو څېړنيز مرکز استاد سعد خان په دې اړه څرګنده کړه، چې امريکا ۲۰ کاله دمخه ويل، چې طالبانو د القاعدې اورپکو ته پنا ورکړې او دغې ډلې نه غوښتل، چې اسما بن لادن او د ده پلويان امريکايانو ته تسليم کړي.

دا چې د سپتمبر د ۱۱مې نېټې پېښې وروسته په افغانستان کې د امريکا جنګ بايد په کومه پيمانه او کله بايد پای ته رسيدلی وای، دا د څېړونکو او کارپوهانو ترمنځ د بحث او جنجال وړ مسئله وه، خو دغې جګړې بايد ۲۰ کاله دوام نه وای کړی، په تېره بيا امريکايانو ۱۰ کاله دمخه بن لادن د افغانستان په بهر کې وواژه.

استاد سعد خان پر دې باور دی، چې امريکا به د افغانستان په مسئله کې بيا مهم رول ونه لوبوي. په بله ژبه لويديځ هېوادونه به په دغه مسئله کې بیا مهم ځای ونه لري. نوموړی زياتوي، چې لويديځ هېوادونه د دغې سيمې د جغرافيايي سياست په اړه دومره زيات مالومات نه لري او خپلې کړې ژمنې هم نشي پوره کولای. هره ستونزه او مسئله بايد د سيمه ييزو هېوادونو، يعنې د افغانستان او ګاونډيو هېوادونو لخوا په ګډه حل شي.

طالبان تېره ورځ کابل ته ننوتل، ساعتونه تېر شوي، خو سپينې ماڼۍ په دې اړه هېڅ بيانيه نه ده خپره کړې. د سپينې ماڼۍ په ويبپاڼه کې يوازې د افغانستان مسئلې په باب د جوبايډن او چارواکو ترمنځ د ويډيويي غونډې انځور خپور شوی دی.

Previous Post

د نړۍ شپېته هېوادونه: افغانستان کې دې د خلکو سر او مال خوندي کړل شي

Next Post

چين: هيله ده، چې افغانان نور د جنګ په لمبو کې ونه سوځي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
چين: هيله ده، چې افغانان نور د جنګ په لمبو کې ونه سوځي

چين: هيله ده، چې افغانان نور د جنګ په لمبو کې ونه سوځي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي له خپلې دندې استعفا کړې

د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي له خپلې دندې استعفا کړې

اگست 7, 2020
ا.ا: د مسکو ناسته کې له یوه روښانه دریځ سره ګډون کوو

ا.ا: د مسکو ناسته کې له یوه روښانه دریځ سره ګډون کوو

اکتوبر 19, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved