یو لوړپوړي روسي چارواکي ویلي چې دوی په افغانستان کې پر یو پراخ بنسټه سیاسي جوړجاړي تمرکز کوي. د روسیې د ملي امنیت سلاکار نیکولای پاتروشیف ټینګار کړی دی چې دوی لکه د پخوا په څېر پر خپل دریځ ولاړ دي او غواړي چې په سوله ییزه توګه په دغه هېواد کې شته ستونزې اوارې شي. پاتروشیف له ایزوستیا ورځپاڼې سره په تازه مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د سوریې په څېر افغانستان ته هم د سرتېرو استولو اراده لري وویل، دې کار ته هیڅ اړتیا نه لیدل کېږي. نوموړی دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې په هېواد کې دننه هم پخواني ولسمشر حامد کرزي، عبدالله عبدالله او ګلبدین حکمتیار د یو ټولمنلي سیاسي چوکاټ جوړولو لپاره هلې ځلې پیل کړې دي.
































