جو بایډن وایي تمه لري چې د روانې میلادي میاشتې تر پایه وکړی شي ټول امریکايي وګړي له افغانستان وباسي. بایډن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی له افغانستان د افغان کډوالو او دغه راز امریکايي وګړو د ایستلو پروسه چټکه کړې ده او هڅه کوي دوی ژر تر ژره له دغه هېواد وباسي. دده په خبره هڅه کوي د روانې اګسټ میاشتې تر پایه دغه ماموریت بشپړ کړي. بایډن تر هغه وروسته دا څرګندونې وکړې چې طالبانو پر امریکا نیوکه وکړه، چې له پراخو امکاناتو سره سره د کابل په هوایي ډګر کې د نظم پر راوستلو نه دي بریالي شوي. بلخوا ځينې امریکایي چارواکي بیا وایي چې له افغانستان د دومره وګړو ایستل ښایي ډېر وخت ونیسي. امریکا دمګړی د نظامي الوتکو تر څنګ له خپلو ملکي او تجارتي الوتکو هم غوښتي چې په افغانستان کې د ماموریت په بشپړولو کې همکاري ورسره وکړي.
































