چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د افغانستان د سیاسي چارو له شنونکی حمدالله همدرد سره مرکه

مرکه کوونکې: غاټول؛ د چین میډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 24, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
د افغانستان د سیاسي چارو له شنونکی حمدالله همدرد سره مرکه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د افغانستان وضعيت په دې وروستیو ورځو کې د نړيوالو پاملرنه راجلب کړې ده. که څه هم کابل ته د طالبانو تر داخلېدو وروسته د دغه هيواد په امنيتي وضعيت کې ښه والی راغلی، خو بیا هم خلک وېرې او ډار اخيستي دي. د چين د ميډيا ګروپ خبریالې غاټول د افغانستان د روانو حالاتو په اړه د افغانستان د مصالحې عالي شورا د سياسي ګوندونو کميسيون د پاليسۍ او ستراتيژۍ د کميټې له رئیس حمدالله همدرد سره مرکه کړې. نوموړي هيله څرګنده کړه چې د چين په شمول د سیمې هېوادونه د افغانستان د نوي حکومت د رامنځته کولو په پار له دغه هېواد سره مرستې وکړي.

د افغانستان وضعیت به پر کوم لوري روان وي؟

ښاغلي حمدالله همدرد وويل، په هېواد کې د حکومت له سقوط سره سم ګډوډ حالت حاکم شوی، او اوسمهال وضعیت د ښه کېدو پر لور روان دی او د ښاریانو د سر او مال د امنیت نیولو چارې ګړندۍ ښې شوې دي. که څه هم ټول بانکونه او دفترونه بند دي، دولتي خدمتونه په ټپه ولاړ دي او ځینو دفترونو ته ښځینه کارکوونکي نشي تللی، خو بیا هم هیله مندي شته، چې وضعیت به ښه شي.

د اوسني حالت د ښه کېدو او د افغانستان مسئلې د حل لپاره د همغږۍ شورا څه رول لوبولی شي ؟

ښاغلي حمدالله همدرد وويل،  د کابل ښار د ګډوډ حالت د مدیریت لپاره د همغږۍ شورا رامنځته شوې، څو د خلکو سر او مال ته کوم ګواښ پېښ نه شي. دغې شور له ولس څخه غوښتي چې آرام شي او ټول د ورورولۍ په فضاء کې خپل عادي ژوند ته ادامه ورکړي، خو وضعیت لا هم عادي حالت ته ندی را ګرځېدلی، خلک لا هم ډاریږي. تر هغو چې د حکومت رهبري او نوی حکومت اعلان نشي، خلک له یو نا معلوم برخلیک سره مخ دي.

د افغانستان د راتلونکي سياسي جوړښت به څنګه وي؟

ښاغلي همدرد وويل، افغان حکومت د طالبانو په لاس سقوط شو. اوس اړتیا لیدل کیږي، چې نوی حکومت رامنځته شي او د هېواد او حکومتولۍ چارې سمبال کړي. د دې لپاره چې حکومت ټولو اړخونو ته د منلو وړ وي، نو باید ټول شموله حکومت رامنځته شي، چې په هغه کې د افغانستان ټول قومونه ځانونه وویني او د ښځو او نجونو حقونه هم پکې خوندي پاتې شي. که طالبان وغواړي، چې یواځې دوی په حکومت کې واوسي، نو نړیوال به افغانستان په رسمیت ونه پېژني او افغانان به هیڅکله له دا ډول حکومت څخه ملاتړ ونکړي. که چېرې ټول شموله حکومت رامنځته او فردي حقوق پکې تأمین شي او قانون تطبیق شي، نو هیله مندي شته، چې بریالی به وي.

د امريکا او ټانو ځواکونو په ايستلو سره به سيمه ييز هېوادونه  د افغانستان د مسئلې د حل وفصل لپاره څه رول ولوبوي؟

ښاغلي همدرد وويل، زه د یو افغان په حیث د منطقې له هېوادونو او ګاونډیو څخه هیله لرم ،چې د افغانستان د حکومت په رامنځته کولو کې خپل رغنده رول ولوبوي او د یو څه وخت لپاره له افغانستان سره خپلو سیاسي او مالي مرستو ته ادامه ورکړي. ځکه افغانستان په داسې حالت کې قرار لري، چې په یواځې ځان سره هیڅ هم نشي کولای. که د منطقې هېوادونه او نړیواله ټولنه افغانستان او افغانان په داسې بد حالت کې یواځې پرېږدي، نو دا د نړۍ په تاوان او له افغانانو سره ظلم او زیاتی دی. نړۍ باید د افغانستان راتلونکی حکومت په رسمیت وپېژني او خپل سفارتونه په افغانستان کې فعال وساتي.

چين د افغانستان د مسئلې د حل په برخه کې څه رول لوبولی شي؟

ښاغلي همدرد وويل، چین د افغانستان د ښه ګاونډي په حیث کولای شي، چې له افغانستان سره اقتصادي او مالي مرستې وکړي، افغانانو ته د لوړو زده کړو بورسونه ورکړي او د افغانستان راتلونکی حکومت په رسمیت وپېژني او خپلې سیاسي اړیکې ورسره لا پیاوړې کړي. چین د یو زبرځواک هېواد په حیث پر نړۍ غږولی شي، چې د افغانستان تر څنګ ودریږي او منزوي يې نکړي. په افغانستان کې ۲۲ میلیونه خلک ژوند کوي، دوی حق لري، چې تعلیم وکړي، کار او خوشحاله ژوند وکړي او له نړۍ سره اړیکې ولري.

Previous Post

امريکايي رسنۍ: د جوبايډن؛ حکومت ډيپلوماتيکې چارې له سختو ننګونو سره مخ دي

Next Post

دې هېل: بايډن ژر د تخلیې ماموریت د پای یا ادامې پرېکړه اعلانوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
دې هېل: بايډن ژر د تخلیې ماموریت د پای یا ادامې پرېکړه اعلانوي

دې هېل: بايډن ژر د تخلیې ماموریت د پای یا ادامې پرېکړه اعلانوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

پاکستان؛ تېرو پنځو میاشتو کې څلورنیم میلیارده ډالر پوروړی شوی

پاکستان؛ تېرو پنځو میاشتو کې څلورنیم میلیارده ډالر پوروړی شوی

دسمبر 20, 2020
راشدخان د شل اوریزو سیالیو غوره لوبغاړی اعلان شو

راشدخان د شل اوریزو سیالیو غوره لوبغاړی اعلان شو

مې 27, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved