ایران هغه راپورونه رد کړي دي چې ګواکي د اوکراین یوه الوتکه چې د کابل هوايي ډګر ته راغلې وه د ناپېژانده کسانو له لوري ایران ته تښتول شوې ده. ایراني رسنیو د دغه هېواد د هوایي چارو د کنټرول ادارې د ویاند له قوله ویلي چې ایران ته هیڅ کومه تښتول شوې الوتکه نه ده ورغلې. هغه زیاته کړې چې تېره ورځ یوه اوکرایني الوتکه د سون توکو د پوره کولو لپاره مشهد هوایي ډګر ته ورغلې وه او له هغه وروسته یې د اوکراین پر لور خپل پرواز ته دوام ورکړی دی خو دا چې رسېدلې او کنه، هغه یې په اړه جزیات نه دي ورکړي.
































