چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

په افغانستان کې د امريکې شل کلنې جګړې پايله

لیکنه: هیله؛ د چین میډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 26, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
په افغانستان کې د امريکې شل کلنې جګړې پايله
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

امريکايي ځواکونو د ۲۰۰۱م کال په اکتوبر مياشت کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو په پلمه پر افغانستان بريد وکړ او د طالبانو د وخت رژيم يې رانسکور او په دغه هيواد کې ميشت شول. دوی شل کاله په افغانستان کې پاتې شول، خو د روان کال په اګست میاشت کې په ډېرې چټکۍ له دې هيواده ووتل او پاتې ځواکونه يې هم ټاکل شوې ډېر ژر له دغه هيواده ووځي.

د امريکې ولسمشر جوبايډن د اګيست په ۱۶مه نېټه وويل، چې په افغانستان کې د امريکې دنده د دغه هيواد جوړونه نه، بلکې د ترهګرۍ له منځه وړل وو.

پوښتنه دا ده، چې امريکا د ترهګرۍ ضد شل کلنې افغان جګړې کې کومې لاسته راوړنې لري؟

کره مالومات ښيي، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د افغانستان په دننه کې ترهګريزې ډلې نه يوازې دا چې کمې شوې نه دي، بلکې له ګوتو شمېر څخه شلګونو ډلو ته رسيدلي او په دغه هيواد کې د بهرنيو ترهګرو شمېر هم شاوخوا شل زره ښودل شوی دی.

په ملګرو ملتونو کې د چين مرستيال دايمي استازي دای بينګ د اګيست په ۲۲مه نېټه وويل، چې امنيت شورا سږ کال د يو لړ راپورونو په خپرولو سره په ډاګه کړې، چې د داعش، القاعدې او يتيم ETIM په شمول ځينې ترهګرې ډلې په افغانستان کې شتون او فعاليت لري.

د ترهګرۍ ضد د مبارزې د چارو افغان کارپوه احمد نور د سي اېم جي له خبريالې سره په مرکه کې وويل، چې د امريکايي پوځونو وتلو اعلان سره سم، په افغانستان کې ترهګريزو پېښو زور واخیست او اوسني ترينګلي وضعيت ته په کتو ښايي ځينې ډلې نورې هم پياوړې شي.

ښاغلي احمد نور خپلو خبرو کې وويل، چې د امريکې په مشرۍ لوېديځ هېوادونه د ترهګرۍ ضد د مبارزې په پلمه سيمې کې نورې موخې لري او دوی نه غواړي، چې يو سوله ييز افغانستان اباد کړي او په حقیقت کې دوی د سيمې ثبات او امنیت خرابوي.

د افغانستان سياسي چارو شنونکی ذاکر جلالي بیا وايي، زما په باور په افغانستان کې د امريکايي پوځ په شتون کې د داعش ډله رامنځته شوه، او ډېر شکونه دا و چې د دې په راپورته کېدو کې يا امريکايي استخباراتو مستقيم لاس درلود، او که يې مستقيم لاس نه درلود، ې فرصت او زمينه هغوی برابر کړ. تر څو دغسي ډلې راپورته شي. او د دې له لارې منطقه او سيمه امن نه کيږي، ستر هېوادونه شاو خوا امن نه کيږي،  چين او روسيه امن نه کيږي. هغه هېوادونه چې له امريکا سره د ګټو ټکر لري.

افغانان د ترهګرۍ ضد د مبارزې په پلمه د روانې جګړې له امله سخت زيانمن شوي دي. په تېرو شلو کلونو کې د امريکې لخوا راپارول شوې جګړې افغانانو ته د سر او مال بې شمېره زيانونه رسولي دي.

 د يوې شمېرنې له مخې، د دغې جګړې له امله څه دپاسه ۳۰ زره ملکي افغانان وژل شوي او ۶۰ زره نور ټپيان شوي دي او څه باندې ۱۱ ميليونه بې کوره شوي دي. اوسمهال د افغانانو پر وړاندې نه يوازې د جګړې سخته نتيجه، بلکې د ترهګرۍ دوامدار ګواښونه هم موجود دي، خو امريکا د دغه جنګ د بدو پايلو پړه پر غاړه نه اخلي.

امريکايي پوځونه ډېر چټک له افغانستانه ووتل او پاتې يې د وتلو په حال کې دي. په عين وخت کې د امريکا څو جګپورو چارواکو خبرداری ورکړی، چې د افغانستان په دننه کې، ښايي ترهګريزې ډلې ډېر ژر راښکاره شي. که څه هم په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد د مبارزې په پلمه د امريکې جنګ پای ته رسېدلی، خو په دغه هېواد کې د ترهګريزو ممکنو کړنو پراخېدل به د ګاونډيو هېوادونو پر وړاندې یوه لویه ننګونه وي.

د افغانستان د سياسي چارو کارپوه هيدايټ پاکتين بیا وايي،  اول خو دا چې امريکا کومه مبارزه په لومړي کال کې هغه شروغ کړه، دا د ترهګرۍ لپاره مبارزه وه، خو په اصل کې دا د دوی د جنګ او د خپلې هغه هدف له بهرنيو هېوادونو سره د مبارزې لپاره چې د دوی پيل کړله. په افغانستان کې بلکل د دې امکان شته چې ترهګريزې ډلې فعاليت کوي، دا نه يوازې د افغانستان بلکې د سيمې هېوادونو ته ګواښ ده. په افغانستان کې د امريکا هغه هدف نه دی رسيدلي، تر اوسه د داعش په شمول ترهګريزې ډلې لا هم شتون لري.

د جنوبي اسيا مسئلو په اړه د چين څېړونکي وانګ شو په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد د مبارزې د تازه وضعيت په اړه وايي، چې د دې هېواد په وضعیت کې اوس د ناثباتۍ ډېرعوامل موجود دي او ښايي نورې ترهګريزې ډلې هم پکې راښکاره شي.

Previous Post

پنټاګون: لا هم لس زره کسان له افغانستان د وتلو په تمه دي

Next Post

چین: افغانستان سره دوستانه همکاریو ته وده ورکوو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
چین: افغانستان سره دوستانه همکاریو ته وده ورکوو

چین: افغانستان سره دوستانه همکاریو ته وده ورکوو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

نړیوالو شخصیتونو د جاپاني يرغلګرو پر ضد د چینايانو د مقاومت جګړې او د فاشیزم ضد نړیوالې جګړې د بریا د ۸۰مې کلیزې یاد غونډه مثبته ارزولې ده

نړیوالو شخصیتونو د جاپاني يرغلګرو پر ضد د چینايانو د مقاومت جګړې او د فاشیزم ضد نړیوالې جګړې د بریا د ۸۰مې کلیزې یاد غونډه مثبته ارزولې ده

سپتمبر 5, 2025
میدان وردګو کې د مڼو حاصلاتو ډېرېدل؛ بڼوال د سړو خونو غوښتنه کوي

میدان وردګو کې د مڼو حاصلاتو ډېرېدل؛ بڼوال د سړو خونو غوښتنه کوي

نوومبر 8, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved