په مصر کې سیمه ییزې سرچینې وایي، چې ددغه هېواد د پوځ اړوند انجینرۍ څانګې له غزې سره پر پوله د سیناء په برخه کې د الکترونیکي دیوال جوړولو چارې پیل کړې دي. سرچینې ویلي، مصر له دې واړندې د سمنټي دېوال چارې هم پیل کړې وې، خو اوس غواړي چې ددې دیوال په څو مترۍ کې یو بل الکترونیکي دېوال هم ورغوي. ویل کېږي یاد دېوال په حرارتي کمرو او الکترونیکي حس سمبال دی، چې د مصر او فلسطین تر منځ د «کرم ابوسالم» له ګذرګاه نیولې بیا تر مدیترانې سمندر پورې د پولې په ۱۴ کیلو مترۍ کې د ګرځېدو راګرځېدو مخنیوی کوي. که څه هم چې په وروستیو څو کلونو کې فلسطین ددغه ډول دېوالونو د جوړولو ممانعت، کړی دی، خو له دې سره سره اوس مصر د یادو دېوالونو د جوړولو کار پیل کړی دی.
































