د سعودي په مشرۍ ګډ ایتلاف په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې حوثي یاغیانو په یوې بې مخینې اقدام کې غوښتل د سعودي عربستان پر دوو لویو ښارونو د بالستیک توغندیو برید وکړي، خو دغه توغندي د دفاعي سیستم په مرسته په هوا کې خنثی شوي دي. سرچینه کاږي که دوی یې په خنثی کېدو نه وی بریالي شوي، ښايي د سعودي عربستان نفتي تاسیساتو ددې بریدونو له امله نه جبرانېدونکي مالي زیانونه اوښتي وای. سعودي عربستان ویلي چې دا د حوثي یاغیانو کار دی او یاد توغندي هم ایران ورکړي دي. دوی له ایران سره پر حساب کتاب ټینګار کړی دی، خو ایران تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
































