په ننګرهار ولایت کې د کرونا ناروغانو د تجرید او درملنې لپاره سل بستریز روغتون فعال شوی دی. د ننګرهار ولایت مقام په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د ولایت مقام او عامې روغتیا ریاست په همکارۍ د کرونا ویروس د ناروغانو د تجرید لپاره د یوه دوه سوه بستریز روغتون د فعالولو هڅې روانې دي چې له دې ډلې د سلو کسانو د بسترولو وسایل او بسترونه مکمل شوي دي. د سرچینې په خبره ددغه روغتون د پرسونل او وړ کارکوونکو د ګومارنې لړۍ هم پیل شوې ده او ځينې کسانو خپله دنده پیل کړې ده. د ننګرهار عامې روغتیا ریيس بیا دا هم وايي په دغه بسترونو کې لس بستره د جدي څارنې په موخه ځانګړي شوي دي. ننګرهار د هېواد په ختیځ کې له هغو ولایتونو دی چې د کرونا مثبتې پېښې پکې تر نورو ډېرې دي او د شاوخوا ولایتونو ناروغان هم دغه ولایت ته لېږل کېږي.
































