د ترکیې دفاع وزارت ویلي چې د سوریې په شمال لویدیځه سیمه ادلب کې یې په یو لړ عملیاتو کې پنځه پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د اناتولي اژانس د راپور له مخې، دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ځواکونو یې تېره شپه ادلب سیمه کې چاڼیز عملیات کول چې د وسله والو له یو کمین سره مخ شول. راپور کې راغلي چې په دې پېښه کې دوه ترکي پوځیان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي. راپور کې د یوې سرچینې له قوله ویل شوي چې ښایي په راتلونکو ورځو کې په ادلب کې د وسله والو کسانو او ترکي ځواکونو ترمنځ خونړۍ جګړې رامنځته شي.
































