قزاقستان وایي تیار دی چې افغانستان ته د بشري مرستو د رسونې په برخه کې همکاري وکړي. قزاقستاني چارواکو ویلي دا چې افغانستان له بشري ناورین سره مخ دی او ملګري ملتونه غواړي زرګونه ټنه بشري مرستې افغانستان ته ورسوي نو دوی ورسره د لېږد او ترانزیت په برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي. د قزاقستاني چارواکو په خبره دوی هم غواړي د بشري مرستو په برخه کې خپله ستره ونډه ادا کړي. قزاقستان یو له هغه هېوادونو دی چې له افغانستان سره ښې اړیکې لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ځمکې او هوا له لارې تګ راتګ اسانه دی. قزاقستان له شمالي بندرونو سره د رېل پټلۍ له لارې هم وصل دی چې ترانزیت به لا اسانه کړي.
































