د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته ددغه هېواد کانګریس ته وربللی شوی و. نوموړي یو ځل بیا د سرتېرو د ایستلو له پرېکړې دفاع کړې ده خو ددې هر څه مسوولیت یې پر ولسمشر ټرمپ ور اچولی دی. دده په وینا دوی یوازې د هغه ضرب الاجل په عملي کولو مکلف و، چې ټرمپ له طالبانو سره منلی و. بلینکن دغه راز د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ولې امریکایانو له سقوط سره مخ افغان حکومت یوازې پرېښود ویلي، هېچا ګومان نه کاوه چې افغان حکومت به دومره ژر سقوط کوي او ولسمشر به له خپلو نږدې ملګرو سره یو ځای وځي. بلینکن ویلي دوی له افغان حکومت سره پر خپلو ژمنو ولاړ و، خو د افغان حکومت سقوط نړۍ حیرانه کړه. هغه ټینګار کړی چې په افغانستان کې یې نور د سرتېرو حضور ته اړتیا نه وه او په خبره یې خپلو موخو ته رسېدلي دي. دا له بلینکن د پوښتنو ګروېږنو پای نه و، ټاکل شوې چې امریکايي سناتوران په راتلونکو ورځو کې له نوموړي تر دې هم سختې پوښتنې ولري.
































