د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځیانو ځانمرګی برید شوی دی. د پاکستان پوځ ویلي چې دا برید تېره شپه د شمالي وزیرستان په اسمان منزه سیمه کې داسې مهال شوی دی چې پوځیان سیمې ته په عملیاتو وتلي وو. د پوځ په خبره، په دې برید کې اووه پوځیان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي. د پاکستاني چارواکو په خبره، په پېښه کې ټپي شوي پوځیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي. د برید پړه د پاکستاني طالبانو تحریک پر غاړه اخیستې ده او د ورته نورو بریدونو خبرداری یې ورکړی دی.
































