د امریکا، فرانسې او استرالیا ترمنځ د اړیکو تر ترینګلتیا وروسته فرانسې له یادو دوو هېوادونو خپل سفیران رابللي دي. ستونزه د فرانسې له لوري پر استرالیا د اوبتلونو د پلور پر سر رامنځ ته شوې ده. امریکا ددې پرېکړې مخالفت کړی دی او وایي دا د نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی او فرانسه حق نه لري چې پر استرالیا اوبتلونه وپلوري. دا نظامي اوبتلونه دي چې معامله یې د پېړۍ د هوکړې په نامه یاده شوې ده. فرانسې ویلي د سفیرانو له رابللو یې موخه مشوره ده او له دوی سره د ستونزې د حل او لارو چارو په اړه خبرې کوي. بلخوا رسنۍ او راپورونه پر دې باور دي چې ښایي دا ستره سوداګریزه معامله د یادو درېیو هېوادونو ترمنځ اړیکې نورې هم خرابې کړي.
































