په کابل کې سلګونو کسانو له امریکا او نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې پيسې راخلاصې کړي ترڅو په هېواد کې د لا ډېرې بېوزلۍ او لوږې مخه ونيول شي. دغه لاريون نن د جمعې له لمانځه وروسته په کابل ښار کې ترسره شو. لاریون کوونکو ویل ۹،۴ میلیارد ډالره کنګل شوې پيسې د ملت حق دی، نو له نړیوالې ټولنې غواړي چې هغه راخلاصې کړي، ترڅو په افغانستان کې د لا ډېر فقر او لوږې مخه ونيول شي. د دوی په وينا، په دې کنګل شوو پيسو کې يواځې درې ميليارده ډالره د سوداګرو دي، که دغه پیسې ازادې نه شي، د افغانيو ارزښت را کميږي او ورسره د ټولو توکو بيې لوړيږي چې په دې سره به افغانستان له اقتصادي بحران سره مخامخ شي.
































