د روغتیا نړیوال سازمان یو ځل بیا له افغانستان سره پر روغتیايي مرستو ټینګار کړی دی. د روغتیا نړیوال سازمان چارواکو رسنیو ته ویلي چې افغانستان بېړنیو روغتیايي مرستو ته اړتیا لري او د روغتیا نړیواله اداره دې ته تیاره ده چې دغه مرستې برابرې کړي. د سرچینې په خبره د روغتیا نړیوال سازمان دا خپل مسوولیت ګڼې چې د بې طرفۍ د اصل په مراعات سره په افغانستان کې د روغتیايي سکتور د ژغورنې لپاره هڅه وکړي او اړینې مرستې راټولې کړي. سرچینه کاږي چې دمګړی په افغانستان کې یوازې اوولس سلنه روغتیايي مرکزونه په بشپړه توګه فعال دي او د نړیوالو جدي مرستې ته اړتیا ده چې پاتې مرکزونه هم فعال شي او روغتیايي کارکوونکي له خپلو مادي او معنوي امتیازاتو برخمن شي. تر دې وړاندې هم د روغتیا نړیوال سازمان له افغانستان سره د روغتیايي مرستو پر پراختیا ټینګار کړی و.












