امریکا وایي که طا لبان پر ژمنو عمل وکړي نو د دوی له لوري به په رسمیت وپېژندل شي. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپله تازه مرکه کې ویلي طا لبان دمګړی د امریکا لپاره خطر نه دی او که دغه ډله پر خپلو ژمنو عمل وکړي، نو امریکا یې په رسمیت پېژني او د نړیوالو اړیکې به هم ورسره ښې شي. هغه یو ځل بیا د کابل د ناڅاپي سقوط او دومره ګډوډیو عامل پخوانی ولسمشر اشرف غني بللی او په خبره یې د تېرو هوکړو پرخلاف هغه بین الافغاني خبرې ناکامې کړي او له کابل وتښتېد. دده په خبره ټاکل شوې وه چې واک په سوله ییزه توګه ولېږدول شي، خو اشرف غني د نوي حکومت مخالف و او د سولې په ټوله پروسه کې یې خنډونه جوړول چې له امله یې افغانستان له اوسني نامعلوم برخلیک سره مخ شوی دی.
































